یو پوځي پيلوټ آماج ته: طالبانو د درې میاشتو معاش «درې زره افغانۍ» راکړلو

لخوا Aamaj News

له هغه دولتي کارکوونکو سره چې تر اوسه له طالبانو سره دنده ترسره کوي د معاشونو د ورکړې په اړه د طالبانو ژمنه نامالومه ده. دولتي کارکوونکي وایي؛ چې نه د خوړلو لپاره ډوډۍ لپاري او نه د تګ راتګ لپاره کرایه؛ خو طالبان یوازې د معاش ورکولو لپاره نامالومې ژمنې کړي او عمل نه کړي.

یو پوځي پیلوټ چې آماج یې د شخصي امنیت او مقام د خوندیتوب لپاره د نوم له اخیستلو ډډه کوي، وایي چې «طالبانو راته درې زره افغانۍ د درې میاشتو معاش په بدل کې راکړې.» نوموړی وایي: «له پینځو میاشتو معاش نه ترلاسه کولو وروسته، تېره ورځ طالبانو راسره اړیکه ونیوله، چې راشی معاش درکوو، کله چې ورغلم درې میاشتو معاش مو درې زره افغانۍ شوی و، مانا د هرې میاشتې زر افغانۍ. په داسې حال کې چې د یوې میاشتې معاش مې سب زره افغانۍ و.»

دغه پوځي پیلوټ د آماج له خبریال سره خبرو کې زیاته کړه؛ چې د طالبانو له دې کړنې سخت خواشینی دی. ځکه د نوموړي په وینا؛ د طالبانو له درې زره افغانیو په ورکولو سره، د نوموړي پوځي رتبې ته چې ډګرمني ده، سپکاوی کړی.

دغه پیلوټ چې تېر حکومت کې یې هم د پوځي الوتکې د پیلوټۍ دنده درلوده، اوس کابل هوایي ډګر کې له طالبانو سره په دنده بوخت دی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې کابل هوايي ډګر کې يوځي الوتکې د امریکایي پوځیانو لخوا خرابې شوې وې او طالبانو تازه ادعا کړې چې له دې ډلې یې څو الوتکې فعاله کړې دي.

طالبانو تل د دولتي کارکوونکو د معاشاتو په ورکولو سره ژمنه کړې ده، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې په دې ژمنو عمل وکړي؛ که یې ورکړې هم دي کمې وې، چې دا دومره مقدار د دولتي کار کوونکو د کورنیو لپاره بسیا نه دي.

اړوند لیکنې

5 تبصرې

4K HDR TV April 12, 2024 - 10:18 pm

Definitely believe that that you stated. Your favourite reason appeared to be at the web the simplest factor to remember of. I say to you, I certainly get irked at the same time as people think about worries that they just don’t recognize about. You managed to hit the nail upon the highest and also defined out the whole thing with no need side-effects , people can take a signal. Will probably be again to get more. Thanks

ځواب
raz vape April 15, 2024 - 9:42 pm

Thank you for the auspicious writeup. It actually was a amusement account it. Glance complex to far introduced agreeable from you! However, how can we be in contact?

ځواب

یو نظر پریږدئ