لیدلوری د نظرخاوندانو د نظرونو بیان کوونکی دی او آماجنیوز په دې برخه کې (برابره پالیسي) پر مخ وړي او د ټولو لورو له لیدلوروي خپروي او هرکلی یې کړي.
طالبانو دې ولایت ته له دننه کېدو سره د هغې عقدې له مخې چې له مقاومت سره یې درلوده په قتل عام یې لاس پورې کړ. د پنجشېر ښځې، ماشومان، ځوانان او زاړه یې په دې نوم ووژل چې له مقاومت جبهې سره لاس لري.
ځوانان یې لوڅ کړل او په کانتینرونو کې یې په کمچینو ووهل، ټولې دولتي سیمې یې په خپلو قرارګاوو بدلې کړې، د خلکو خصوصي حریم او د ملکي وګړو کورونو ته د تلاشۍ په بهانو ولاړل او د پیسو او سرو زور په غلا یې لاس پورې کړ.
حتا پر څارویو یې رحم ونه کړ، په هغه کچه یې له خلکو سره په وحشت او تاوترخوالي چلند وکړ چې د پنجشېر مشران یې پر پنجشېر د پخواني شوروي د لښکرکشۍ پر مهال هم د ورته وحشت، وژلو او سوځولو شاهدان نه وو.
دوی (طالبان) یوازې پر خپل ظلم او وحشت باندې تیکه کولو سره هغه خلک خپل اطاعت ته اړ کوي چې یوه ورځ د پخواني شوروي په وړاندې ودرېدل او د پرځېدو لامل یې شول، د پخواني شوروي پوځیانو ملکي وګړو ته زیان نه رسولو، له دولتي ځایونو سره یې کار نه درلود، یوازې له هغه کسانو سره جنګېدل چې جهاد یې کولو.
طالبه په دې پوه شه چې مستبد نظامونه یوازې د خلکو عمومي قیامونو لخوا له واک لرې کېږي او هېڅ نظام او استبداد بقا نه لري او یوه ورځ به د خپلواکۍ لمر د هندوکش د پایو له غرونو راپورته شي او موږ به د یو خپلواکې هېواد شاهدان ووسو.