د طالبانو یو کال واکمنۍ کې؛ د ښځو لاریونونه د دې لامل شول تر څو د طالبانو لپاره نړیوال رسمیت پېژندنه ودرېږي

لخوا Hoda Khamosh

لیدلوری د نظرخاوندانو د نظرونو بیان کوونکی دی او آماج‌نیوز په دې برخه کې (برابره پالیسي) پر مخ وړي او د ټولو لورو له لیدلوروي خپروي او هرکلی یې کړي.

کابل ته د طالبانو له راتګ او تورې نېټې څخه یو کال تېرېږي، د مډرن عصر په غېږ کې چې نړۍ د بشر حقونو، د ښځو او نارینه وو پر برابرو حقونو جوړه شوې؛ خو افغانستان لا هم د علم او کلتور او د مدنیت کلتور په ویښتیا کې یو ځل بیا شاته وګرځېد او ښځې په وحشیانه او هدفي ډول سانسور شوې او د کور په چوکاټ کې يې ځای ونیولو.

د اګېسټ ۱۵مه د افغانستان تاریخ کې د ښځو لپاره نه تکرارېدونکې او غمجنه نېټه ده، هغه نېټه چې د دوی پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې او ښځې په برخې توب او قوي لرې کولو سره له ټولنې ووېستل شوې.

ښه مې یادېږي چې څنګه د لومړی ګام د ښځو د لرې کولو لپاره واخیستل شو، هغه مرګونې شپه د مزارشریف له سقوط وروسته له هوایي ډزو سره کابل ته د طالبانو دننه کېدو شاهدان وو؛ ټول په وحشتناک ډول او وېرېدلې توګه د هوایي ډګر په لور حرکت کې وو او یو شمېر هم د کورونو په کونجونو کې پناه اخیستې وه.

یوه اونۍ چوپتیا او یوه اونۍ په پټو او پوښل شویو پناه ځایونو کې پناه اخیستلي پاتې شول او لومړی ګام ښار کې د مخ پټولو باندې پیل شو، دویم ګام د ښوونځیو، سېنګاتونونو، کارځایونو او ادارو دروازو تړلو، او په پایله کې د ښځو اجباري حجاب اغوستلو او پوځي کسانو هدفي وژنې پیل شوې. طالبانو د عمومي عفوې په اعلان سره د سلګونه کسانو سرونه پرې کړل او د وطن د ځوانانو سینې یې په ډزو وویشتلې.

تر دې چې لومړي ګام او اعلان د پوه ښځو کابینه ویښه کړه او هغه تدریجي مړینه چې دوی یې د کور کونج ته بولې شړکونو ته یې را وویستلې تر څو وتوانېږي له یوې لارې د یو چپ او پاشل شوي نسل، ښځو او خلکو غږ شي چې هغه هم هره ورځ په کمچینو او بندي کولو سره پای ته رسېد. تر نن چې ډېری جنایتونو له عمومي عفوې ترسره کېږي او طالبان په ډېرو بهانو په ولایتونو او ښارونو کې له خلکو سرونه پرې کوي.

خو دا غږونه چوپ نه شول او تر نن پورې چې د طالبانو هغه حقیقت چې نړۍ ورته اصلاح غوښتنه غوښته ښکاره شو او دا غږونه او لاریونونه د دې لامل شول چې د دې تروریستي ډلې لپاره نړیوال رسمیت پېژندنه ودرېږي.

خو دوی (طالبان) یو هېواد په ظلم او ستم سره ګرو کړی دی او د ظلم او ستم د پای لپاره هېڅ لازمي کړنه نه ده ترسره شوې.

د طالبانو د رهبرانو د سفرونو د بندیزونو کړنه هم د دوی د هرې کړنې په څېر دوی لا ډېر وحشي او ظالم کړي دي او د دوی اصلي څېره افغانستان کې د ترورېستان د پلار الظواهري په څرګندېدو سره ښکاره شوه.

وېره له دې ده چې دوی په لاس کې لرولو اړینو کړنو او د خلکو له لوږې څخه په ګټې اخیستنې ترورېست روزنه پیل کړی او دا به افغانستان کې د بدبختۍ او ترورېست روزنې بنسټ شي چې ګواښ به یې نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته ووسي او یوه ورځ به د داسې بدبختۍ شاهدان ووسو چې د لمنې را ټولول به یې زموږ لپاره سخت وي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ