د طالبانو کابینې پریکړه کړې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مکلف دی چې د پابجي لوبه او ټیکټاک اپلیکیشن چې “ځوان نسل ګمراه کوي” بند کړي. همدارنګه د طالبانو د پرېکړې له مخې، د مخابراتو وزارت دنده لري چې د هغو چینلو د خپرېدو مخه ونیسي چې غیر اخلاقي خپرونې خپروي.
خو په جالبه خبره دا ده چې طالبانو پورې تړلي کسان په وار وار د پابجي د لوبي او د ټيکټاک پروګرام کارولو پر مهال لیدل شوي دي.
خو پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به بریالي شي چې د پابجي لوبې او ټيکټاک اپلیکېشن په افغانستان کي بند کړي؟
ټیکټاک او پابجي په افغانستان کې د ځوان نسل تر منځ له خورا پراخه کارول شوي او مشهور لوبو او اپلیکیشنونو څخه دي.
دوه کاله وړاندې د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړو هم د انټرنټي ګېم پابجي د بندېدو غوښتنه کړې وه. خو د لوبې کاروونکي وايي چې د (VPN) په کارولو سره, سره له دې چي دا لوبه بنده شوې وه, دوی کولی شوای لوبې وکړي.
وي پي ان د تلیفون موقعیت بدلولو وړتیا لري، او کاروونکي کولی شي د خپل موقعیت په بدلولو سره ټولو بلاک شوي سایټونو ته بشپړ لاسرسی ولري.
ټیکټاک د نن ورځې ځوان نسل په مینځ کی یو له خورا په زړه پورو ټولنیزو شبکو څخه دی. دا شبکه لومړی ځل په ۲۰۱۶ کې په چین کې پیل شوه او په چټکۍ سره ترټولو محبوبه ټولنیزه شبکه شوه.
په ۲۰۲۰ کې، د متحده ایالاتو ملي امنیت ته د ګواښ وېره او د چین کمونیسټ حکومت ته د دې هیواد د اوسېدونکو د معلوماتو لېږد ددې لامل شو څو د متحده ایالاتو فدرالي حکومت د هغه د بندولو ګواښ وکړ. سره له دې، د امریکایي شرکت مایکروسافټ لخوا د چینایي لوري سره خبرې اترې پیل شوې ترڅو د امریکا لخوا د هغې یوه برخه رانیول شي، پدې توګه د کاروونکو د معلوماتو امنیت ډاډ ترلاس شي.
هند او پاکستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې په خپله خاوره کې د غیر اخلاقي محتوياتو له کبله د دې ټولنیزې شبکې پر کارولو بندیز لګولی دی.
ډیری هیوادونو هم په خپله خاوره کې د آنلاین لوبې د پای ته رسولو غوښتنه کړې. د مثال په توګه، چین او هند د دې آنلاین لوبې کارول بند کړي دي.