د افغانستان کرکټ ۲۰ اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان تېره ورځ د سویلي آفریقا لیګ یوه شل اوریزه لوبه کې د درې ویکټو په ترلاسه کولو سره، په شل اوریزو لوبو کې خپلې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې او نوی ریکارډ یې په خپل نوم ثبت کړ.
اوسمهال راشد خان د نړۍ دویم توپ اچونکی دی، چې تر ټولو ډېرې ویکټې یې اخیستې دي.
ورته وخت د ویسټ انډیز لوبغاړی ډیون براوو د څه باندې ۶۰۰ ویکټو درلودلو سره لومړی ځای لري.