ایلان ماسک د ټوېټر له پېرلو په شا شو او خپل ۴۴ میلیارد ډالري وړاندېز یې بېرته واخیست

لخوا Aamaj News

د تسلا کمپنۍ مالک او د نړې تر ټولو شتمن کس ایلان ماسک د ټوېټر ټولنیزې رسنۍ له پېرېدلو په شا شو.

نوموړی د ټوېټر یو برخه وال دی دوه میاشتې وړاندې یې په ۴۴ میلیارده ډالرو د ټوېټر پېرېدلو وړاندیز کړی وو؛ خو وروسته یې خبر ورکړ چې د یادې شبکې کړنې او په دې شبکه کې د جعلي اکونټونو شمېر له ریښتیا څخه ډېر راپور کړل شوي.

ماسک د ټوېټر له شرکت غوښتنه وکړه؛ چې د جعلي کاروونکو مالومات ورکړي.
ټوېټر ویلي وو چې یوازې ۵ سلنه کاروونکي یې جعلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ