د بلوڅ بېلتون غوښتونکو لهخوا د پاکستان د پوځ پر دوهمې سترې سمندري اډې وروستي برید د پاکستان تر ټولو لوی او ناکراره ایالت د پام وړ ګرځولی دی.
ځکه چې «پياناس صدیق» د بلوچستان په توربت ښار کې موقعیت لري چې پخوا د تربت سمندري هوايي اډې په توګه پیژندل کیده، د بریدګرو لهخوا تر برید لاندې راغي. د بلوڅ آزادی ځواکونو (بیالاي)، چې په بلوچستان کې تر ټولو مشهوره ملتپاله وسلهوالې ډلې دي د دغه برید مسوولیت ومانه.
له دې برید یوازې یوه اونۍ وړاندې بلوڅ ياغيانو د پاکستان پر ګوادر بندر برید کړی و، چې د چین لهخوا مالي تمویل کیږي او د چین_پاکستان د اقتصادي ګریدور (CPEC) لویه پروژه ده.
دغه بریدونو هغه شنونکي حیران نه کړل چې د بلوڅو وسلهواله مبارزه له نږدې تعقیبوي.
له څه مودې راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونه د بلوڅو وسلهوالو ډلو له سختو او وحشیانه بریدونو سره مخ دي.
د لسیزو راهیسې، د پاکستان پوځ د بلوڅانو جګړه «ضعیفه جګړه» بلله؛ خو داسې ښکاري چې دا بدلون موندلی دی، ځکه چې د بریدونو لړۍ چې اوس په پرله پسې ډول مخ په زیاتیدو دي په ډاګه کوي چې یاغیتوب نوي پړاو ته داخل شوی دی.
په دې وروستیو کې د بلوڅانو په حملو کې د مرګ ژوبلې کچه څو چنده زیات شوې ده.
په دې سختو بریدونو کې ځانمرګي بریدونه، هدفي بریدونه او د پاکستاني پوځ پر کمپونو پراخ بریدونه شامل دي.
باید وویل شي چې د تنظیمي بریدونو وروستۍ لړۍ بې له شکه نه یوازې بلوچستان، بلکې ټول پاکستان ولړزاوه.
بلوڅ یاغیانو د جسورانه بریدونو سربېره د پاکستان امنیتي ځواکونو په پرتله خورا عصري وسلې هم کاروي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا متحدو ایالتونو تر وتلو وروسته، د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا کارول شوې سترې پرمختللې وسلې د سیمې تور بازار ته داخلې شوې دي.
د متحده ایالاتو لهخوا جوړ شوي ډیری دا وسلې د بلوچ وسلهوالو ډلو ته هم رسیدلي دي، لکه M16A2، M16A4 ،Trijicon ACOG optics، او M203 لاسي بمونه.
د وړو ګرم وسلو او RPG-7 راکټاندازونو سربیره، بلوچ یاغیانو مختلف مسلسل ټوپکونو لکهPK(M) او MG3 ډولو څخه هم ګته پورته کوي.
په ځینو وختونو کې، یاغیانو د درنو ماشینګڼو (HMG) په کارولو هم لیدل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې ياغي ډلو د پاکستان د حکومت پر ضد د متحدې جګړې لپاره يا سره يوځای شوي او يا يې تاکتيکي ايتلافونه جوړ کړي دي. په دې سره، دوی د پیچلو عملیاتو د ترسره کولو لپاره غوره سرچینې او غوره همغږۍ درلودلای شي.
همدارنګه د وسلهوالو ډلو رهبري د قبایلي مشرانو څخه د تعلیم یافته او لوړ انګیزه لرونکي بلوڅ منځني طبقې ته بدله شوې او د بلوڅو یاغیانو دا نوې صفونه بغاوت په چریکي جنګ بدلوي.
د پاکستان پوځي تشکیلات هڅه کوي چې له دې وضعیت سره مقابله وکړي؛ خو د پاکستاني پوځ لهخوا پر بلوڅ یاغیانو او د دې ډلې د پلویانو له پراخو ځپلو سره سره داسې ښکاري چې دا مبارزه د بلوڅانو په ټولنه کې د پخوا په پرتله ژوره شوې ده.
داسې کوم کره شواهد نشته چې وښيي افغانطالبان دې د بلوڅو د بغاوت ملاتړ کوي؛ خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ناڅرګندې پولې له امله بلوڅ یاغیان نه یوازې په بلوچستان بلکې په شمال لویدیځه قبایلي سیمه کې هم فعالیت کوي. هغوي د جنګیالیو او تجهیزاتو له آزادۍ څخه هم برخمن دي.
پر دې سربېره په دې وروستیو کې له افغانطالبانو سره د پاکستان اړیکې د ډیورنډ پر کرښه د «اغزن تار» لګولو او په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله خرابې شوې دي.
اسلامآباد اوس په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د له منځه وړلو لپاره پر طالبانو د فشار راوړلو وړتیا نه لري؛ خو د دغه شخړې تر ټولو مهم لامل د بلوچستان په وړاندې د پاکستان د حکومت جبر او تبعیضي سیاستونه دي.
د پراخو طبیعي شتمنیو په لرلو سره د دغه ایالت ډېری خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. زدهکړې، دندې، بریښنا، معیاري سړکونو او پاکو اوبو ته د محدود یا نه لاسرسي سره.
دا د یو عادي بلوڅ لپاره د پوهیدو وړ نه ده چې ولې په مطلق غربت کې ژوند کوي. په داسې حال کې چې د پاکستان نور ایالتونه له خپلو طبیعي زیرمو ګټه پورته کوي.
دا د پاکستان د حکومت توند غبرګون و چې د بلوڅ ملتپال غورځنګ ډېری عناصر یې سخت دریځه کړل، یو داسې غورځنګ چې اوس د خبرو پر ځای وسلهواله مبارزه یوازینۍ حل لار ګڼي.
دا شخړه اوس د ځپلو د پالیسي بېکفایتي څرګندوي، ځکه چې د ګواښونو د له منځه وړلو پرځای يې پیاوړی کوي.
د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه باید په دې پوه شي چې د بلوڅو مسله پوځي حل نه لري. له دې مخکې هم څو ځله د پوځي ځواب هڅه شوې ده، لکه په ۱۹۵۸، ۱۹۷۳ او بل په ۲۰۰۶ کې. دا پوځي عملیاتونه یوازې په لنډه موده کې شخړې کموي؛ مګر دا د بغاوت پای تضمین نه کوي.
بلوچستان یو سیاسي حل ته اړتیا لري چې څو اړخیزه تګلاره ولري. د ناامنۍ، شخړو او کرکې د مسلو د حل لپاره د بلوڅانو ترمنځ د متقابل باور رامنځته کولو ته بیړنۍ اړتیا ده.
د بلوچستان د پخلاینې په بهیر کې په عادلانه توګه د محتاطانه چلند ناکامي به یوازې د بلوڅانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ واټن لا زیات کړي او په پایله کې به لا زیات خلک وسلهواله مبارزه یوازینۍ لاره ومومي.