لونګۍ پر سر او ږیره لرونکي منافقین؛ په اساسي قانون کې د ټاکنو هم یادونه شوې، نو یې منئ؟

لخوا شکیبا نوری

“لیدلوری” د نظر لرونکو د نظریاتو بیان کوونکی دی او په دې برخه کې آماج نیوز د “برابرۍ پالیسي” پالي او د ټولو لورو له لیدلورو هرکلی کړي او خپروي.

د طالبانو مطلق پښتوني حکومت له لوري د ناپښتونه توکمیز فزیکي او سیاسي حذف وروسته، دوی اوس پر هویتي او کلتوري حذف کولو هم پیل کړی.

دوی بلخ کې په تازه پېښه کې د “دانش‌گاه بلخ” کلیمې په لرې کول سره وښودله طالب او طالبي تفکر یوازې د نورو حذف کول دي او اوس هم دا ډله په افغانستان کې د توکمیزې سلطې او د یو توکمیزې او یو غږیز حکومت جوړولو په لټه کې دي.

جالبه دا ده؛ چې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت په ټولې بې شرمۍ سره د “دانش‌گاه” کلیمې حذف موضوع په اساسي قانون پورې تړلې، هغه اساسي قانون چې د طالبانو لخوا منسوخ دی. که داسې نه ده، آیا طالبان د اساسي قانون پر بنسټ د ټاکنو له ترسره کېدو سره موافق دي؟

دا موضوع دا ښایي؛ چې طالبان دا ځل نه یوازې له توکمیز فکر سره افغانستان اداره او کلتوري او توکمیز هویتونه حذف کړي، بلکې له دروغو ویلو سره ښاسي چې منافقان دي.

خو بیا هم طالبانو له خپل شته فکر سره د افغانستان له تاریخ څه نه دي زده کړي. نه د طالبانو له عمل سره فارسي حذف کېدونکې ده او نه هم یو توکمیز واکمني ممکنه ده.

اړوند لیکنې

1 تبصره

WilliamMiz March 25, 2024 - 12:02 am ځواب

یو نظر پریږدئ