د ټویټر ډېر ملاتړ لرونکې ټولنیزې شبکې خبر ورکړی، چې د ټویټونو د سمونې په وړتیا کار کوي.
د بورډ نوي غړي ایلان ماسک، چې د ۹٫۲ سلنه ونډې په اخیستلو سره د ټویټر ترټولو لوی ونډه لرونکی شو، په یاده ټولنیز شبکه کې یوه ټولپوښتنه شریکه کړه چې کاروونکو یې پوښتلي، “ایا تاسو د سمونې ټاکنه غواړئ؟”
دا ټاکنه هغه څه دي، چې د ټویټر کاروونکي یې له اوږدې مودې را په دېخوا غواړي. د ایلان ماسک ټولپوښتنې پایلې هم د وخت در پوره کېدو څخه تر دوه ساعتونو وړاندې په بشپړ ډول د منونکو په ګټه وې؛ تر بشپړیدو دوه ساعته د مخه؛ په سلو کې د ۷۳،۵ په په وړاندې ۲۶،۵ سلنه مخالفې رایې.
د ټویټر د مصرفوونکو محصولاتو مشر جي سالیوان ویلي؛ چې د سمونې ټاکنه باندې له یو کال وړاندې پیل شوی و.