ناسا په جیمز ویب ټیلسکوپ باندې اخیستل شوی لومړنی رنګه انځور خپور کړ

لخوا Aamaj News

د امریکا فضایي ادارې (ناسا) د دغه هیواد د ولسمشر جو بایډن په شتون کې؛ په جیمز ویب فضایي ټیلسکوپ په باندې ثبت شوی د لومړني کایناتو لومړنی رنګه انځور چې تر (بیګ بینګ) وروسته د لومړنیو کهکشانونو تر ټولو روښانه او ژور انځور دی، خپور کړ.

د ١٠ ملیارد ډالرو جیمز ویب فضایي ټیلسکوپ لخوا لیږل شوی لومړنی عکس د فاصلې او وخت له نظره، تر ټولو لیرې منظره ښیي چې انسانانو تر اوسه لیدلې ده، هغه فضا چې د نړۍ پیل او د کیایناتو څنډې ته نږدې ده.

ښاغلي بایډن چې په سپینه ماڼۍ کې یې د دغه انځور شاهد وو، وویل: «دا ټیلسکوپ د بشریت لپاره یوه له سترو انجینري لاسته راوړنو څخه ده.»

بایډن زیاته کړه: «دا انځورونه نړۍ ته یادونه کړي چې امریکا کولی شي لوی کارونه وکړي او د امریکا خلکو – په ځانګړې توګه زموږ ماشومانو ته یادونه کوي چې هیڅ شی زموږ له ظرفیت څخه بهر نه دي.»

دا په زړه پوری انځور د زرګونو کهکشانونو څخه ډک دی او تر ټولو لږه رڼا لرونکي اجرام یې چې تر اوسه لیدل شوی په انفراریډ څخه تر شنه، نارنجي او سپینو رنګونو کې ښایي.

په دې انځور کې د کهکشانونو ګڼه ګوڼه چې له ۱۳،۸ میلیارده کاله وړاندې، یعنې د بیګ بینګ د پراخېدو په دوره کې جوړه شوې، لیدل کیږي.

د جیمز ویب فضایي ټیلسکوپ چې په تاریخ کې تر ټولو ځواکمن فضايي ټیلسکوپ ګڼل کیږي، د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې په واستول شو او له دوو میاشتو راهیسې د ازمایښت او بیلانس په حال کې دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ