چینایي او روسي چارواکو د «افغانستان سولې او بیا رغونې» په اړه خبرې وکړې

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د چین او روسیې ځانګړو استازو د افغانستان اوسني وضعیت، د سولې ټینګښت او بنسټیز ثبات په اړه خبرې وکړې.

یاده لیدنه کې چې په روسیه کې ترسره شوې ضمیر کابلوف او یووي سیاویونګ د افغانستان خلکو لپاره د مرستو د ژمنو عملي کول، د سولې ټینګښت او تل پاتې سولې او د افغانستان بیاجوړونې په اړه اندونه شریک کړي.

دوی ټینګار کړی؛ چې افغانستان کې ثبات ټولې سیمې ته اړین دی. دوی همداشان ویلي چې دا د سمیې ټولو هېوادونو مسوولیت دی تر څو دې برخه کې له یو بل سره همغږي شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ