تخار کې طالبانو د زنا په تور د یوې ښځې په ګډون درې کسان نیولي

لخوا Aamaj News

تخار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو په بالفعل ډول د نامشروع اړیکې ترسره کولو باندې دوه نارینه او یوه ښځینه نیولي.

تخار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس عبدالمتین صافي نن (سه شنبه د چنګاښ ۲۱مه) ویلي چې دوه نیول شوي کسان د پسخور نوآباد کلي اثلي اوسېدونکي او یو بل کس یې د تالقان ښار مرکز ګوره سمیې اوسېدونکی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې قضیه اړوند مسوولینو ته سپارل شوې او همداشان پر تورنو کسانو لومړنۍ څېړنې پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده؛ چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو سره؛ د جمهوریت نظام قانون ځنډول شوی او طالبان وایي چې جرمي برخو ته د اسلامي شرعیت پر بنسټ لاسرسی کېږي.

په تېر کې طالبانو په ځینو برخو کې له کور څخه د تېښتې یا له واده کولو پرته د جنسي اړیکې درلودلو په تور ښځې سنګ سار کړې او یا په ډزو وژلې وې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ