ناسا د جیمز ویب فضايي تلسکوپ فضا ته ولېږلو، دا یو له ګران بیه تلسکوپونو دی، چې په دوه لسیزو کې د لس میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوی.
ښایي دا تلسکوپ د هستۍ عالم په ژوره کچه وګوري او د “بېنګ بنګ” شااوخوا د کهکشانونو راټول شوی نور جذب کړي.
د جیمز ویب فضایي تلسکوپ د پوهانو له دوه لسیزو هڅو وروسته؛ د کریسمس په ورځ د فرانسې د آریان اروپا موشک باندې فضا ته ولېږل شو.
د “ناسا” سازمان رئیس بېل سون وویل: ” دا نن یوازې زموږ د امریکايي، کاناډایي او اروپایي شریکانو لپاره ښه ورځ ده، بلمې د ځمکې د سیارې لپاره هم فوق العاده ورځ ده.”
جیمز ویب فضايي تلسکوپ چې د هابل پېژندل شوي تلسکوپ ځای نیسي، یو ښکتنی سور نوري تلسکوپ دی. چې د هستۍ عالم د لویو او کوچنیو توکو د ساتنې توان لري.
د جیمز ویب پروژه کې د اروپا، آمریکا او کاناډا فضایي سازمانونو ګډون کړی.
تر اوسه د هستۍ عالم انځورونه د هابل فضایي تلسکوپ ځمکې ته رالېږل، چې د ۱۹۹۰ کال د آپریل په ۲۴ مه د یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت جوړ او فضا ته لېږل شوی و.
3 تبصرې
Level up while tipping girls in chat rooms and enjoy the BEST new live cam site experience https://cupidocam.com/content/tags/blonde
For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents.
Rise to the top with your unique gaming style. Lodibet