افغانستان شپږ میاشتې وروسته د طالبانو تر بیرغ لاندې؛ هیواد په کوم لوري روان دی؟

لخوا ابو مسلم شېرزاد

لیدلوری د نظرخاوندانو د نظرونو بیان کوونکی دی او آماج‌نیوز په دې برخه کې (برابره پالیسي) پر مخ وړي او د ټولو لورو له لیدلوروي خپروي او هرکلی یې کړي.

د طالبانو له خوا د افغانستان د پلازمینې کابل له نیول کېدو شپږ میاشتې وروسته، طالبان په ښکاره د بریا په حال کې دي او د دوی خپله د ګامونو لړۍ ښه حسابوي. خو اوسنی واقعیت د طالبانو پر وړاندې د یوه داسې حکومت د ماتې کیسه کوي، چې د اقتصادي، حکومتولۍ، پوځي، کلتوري، روغتیايي او ښوونیز سقوط لامل شوی دی. 

د هغو پراخو ټولنیزو اړیکو سره چې ما له رسنیو سره د کلونو په اوږدو کې جوړې کړې دي، داسې کمې ورځې پیښېږي چې زه د افغانستان له دې ګوښې او هغې ګوښې د سلام او پیغامونه ترلاسه نه کړم. خو دا پیغامونه پر افغانستان د طالبانو د بشپړ اشغال تر څنګ د بېوزلۍ، بې کوره کېدو، کډوالۍ اوانسان تښتونې کیسه کوي. 

یو ځوان راته وویل: “یوه ورځ دفتر ته د کار لپاره ورغلم، مامور مې وپوښتل چې په کوم ځانمرګي برید کې لاس لري، ما وویل نه؛ هغه وویل: تاسو په کوم قتل کې ښکیل یاست؟ ما وویل نه، نو وویل کومه دنده نشته.” د یو بل ځوان وروستۍ خبرې ماته دا وې چې ویښتان یې په شپږو میاشتو کې سپین شول، کله چې مې وپوښتل څه ستونزه ده؟ هغه د نا امیدۍ په غږ وویل: “زما ستونزې ډیرې دي، مګر اصلي خبره دا ده چې زه د یوې مرغۍ په څیر یم چې بڼکې لري مګر په پنجره کې.”
خو بنسټیزه پوښتنه دا ده، چې طالبانو په شپږ میاشتو کې له جګړه ځپلي افغانستان سره څه وکړل او څه کوي؟

اقتصاد 

سره له دې چې د دغه په وچه پورې تړلي هېواد اقتصاد،  په کمو بهرنیو مرستو تکیه کړې وه، ډېر سوکاله نه و، خو په وروستیو کلونو کې وضعیت خراب شوی، په تېره بیا د بهرنیو مرستو د کمېدو او یا د نړیوالو بنسټونو له وتلو سره. د اشرف غني د حکومت نسکورېدو د افغانستان د بېوزلو خلکو لپاره یوه بله توره پرده پرانستله، هغه بېوزلي چې پخوا به یې اندېښنه د اغوستلو لپاره مناسبو جامو وه، اوس یوازې د ژوند د بقا لپاره ډوډۍ ګرځېدلې ده. له کابله یوه ملګري راته وویل چې پلازمینې ته د طالبانو له راتګ مخکې د دوی په ګاونډ کې یو سپی و چې وچه ډوډۍ به یې نه خوړله او اکثره ګاونډیانو به د دې سپي ته غوښه او خواړه ورکول، خو ده وویل چې اوس دا سپی په خوښۍ سره وچه ډوډۍ خوري. یوه کیسه چې د میلیونونو اتباعو سره په پلازمینه کې د غربت او ژوند شدت په ښه توګه بیانوي. 

سره له دې چې طالبانو تېر حکومت ملامت کړی، خو داسې ښکاري چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره کوم واضح اقتصادي پلان نشته او نه هم د خلکو د ژوند د ښه کیدو کومه هیله شته. د طالبانو د حکومت یوازینۍ هیله دا وه چې د امریکا له خوا د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو په خلاصون سره، د افغانستان په دیواله اقتصاد کې پیسې ولګول شي، خو دا هیله له منځه لاړه، او د امریکا ولسمشر جو بایډن دا پیسې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیانو ته د بشردوستانه مرستو او جبران لپاره ورکړې.

له بلخوا، په هیواد کې، نه د پانګونې لیوالتیا شته او نه د پاتې کیدو لیوالتیا. ما په افغانستان کې د یو بانک له کارکونکو څخه وپوښتل چې آیا په تیرو شپږو میاشتو کې د پام وړ پیسو خوندي کولو لپاره کوم پیسو حساب خلاص شوی، ځواب یې نه و. د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت روښانه انځور د کابل ښار له سوالګرو ډک سړکونو ته په کتلو سره لیدلای شو، له اړو کسانو ډکو سوکانو ته نږدې والی، دپښتورگو خرڅلاو زیاتوالی او په تیرو څو میاشتو کې د خپلو معاشونو د نه ورکړې په نیوکه کې د دولتي کارکوونکو زیاتوالی د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت روښانه انځور وړاندې کولای شي.

امنیت

که څه هم د تېر حکومت په پرتله د مرګ ژوبلې کچه ډېره کمه شوې ده او طالبان کله ناکله د افغان ولس او نړۍ پام ځانته راواړوي، خو د طالبانو په ذهن کې د امنیت تعریف د ۹۰ امه لسیزي هماغه پخوانی تعریف ښکاري. د وروسته پاتې والي تعریف چې په ټولنه کې د ننني ځوان نسل په اکثریت د تطبیق وړ نه دی. له همدې امله یو شمېر خلک له شپږو میاشتو وروسته په ټولنه کې د رواني امنیت نشتوالی ناورین ګڼي. مګر د سکه بل مخ هم چندان ښه وضعیت نه لری، د پلازمېنې له زړه څخه د اعتراض کوونکو نجونو تښتول، د اقتصادي ګټو پر بنسټ وژنې او تښتونې، پرته له دې چې څوک حساب شي د دتښتې تړل او وژل د افغانستان د ځوریدلي هیوادوالو ویره نوره هم زیاته کړې ده.

ما له یو چا وپوښتل چې آیا د هیواد وضعیت لکه څنګه چې دوی وايي تور او سپین دی؟ د درد په غږ کې، هغه وویل چې وضعیت د دوی په پرتله خراب دی. هره ورځ لږ تر لږه په ښارونو کې د ځوانانو د وژلو، وهلو، تښتولو او سپکاوي خبرونه په رسنیو کې خپریږي. داسې وضعیت چې د ۲۰۰۱ څخه وروسته دې نسل په خوب هم نه و لیدلی، خو اوس يې هره ورځ په خپلو سترګو ويني. اوسني وضعیت د افغانستان نوی نسل مایوسه او نا امیده کړی دی او ځینې یې د روان ناوړه وضعیت په پایله کې د رواني ناروغیو خپریدل یو ناورین ګڼي. که څه هم طالبان خلکو ته د فزیکي او روحي امنیت د برابرولو خبره کوي، خو حقیقت بل څه دی، یو ځوان راته وویل چې کله طالب د ټوپک سره ویني، فکر کوي چې له یوه شیطان سره مخامخ کیږي. يوه بل ځوان وويل، چې له شپږو مياشتو راهيسې يې د خپلې کوټې پرده نه ده خلاصه کړې، ځکه له ودانۍ بهر د طالبانو پوسته ده او د وسله وال طالبان لیدل په دغه سر او صورت دا د هغه لپاره ډارونکی او مایوسه کوونکي ده. 

له بلی خوا اټکل شوي چې امنیت به خراب شي او هرڅوک به د بقا لپاره مبارزه وکړي خورا لوړ دی. یو ځوان راته وویل چې که دا حالت تر پسرلي پورې دوام وکړي، څوک چې ټوپک ورکړي هغه به واخلي او جګړه به وکړي. داسې یو حالت چې په دې پسرلي کې د امید او بدلون پسرلی نه ښکاري.

حکومتوالۍ

هر کله چې د طالبانو رژیم له حکومتوالۍ څخه خبره کېږي، هغه انځور چې مې په ذهنم کې جوړېږي، د افغانستان په پلازمینه کې د ترافیکو عمومي رئیس په توګه د پاکستان د کویټې ښار د یو نانوای ټاکل کېدل دي. هغه ناهیلی کوونکی انځور چې طالبان یې د افغانستان شته حقیقت بولي او وايي چې د تېر فاسد حکومت له چارواکو څخه دا د افغانستان لپاره غوره دي. 

خو حقیقت دا دی چې نه کېږي هر ځای بې له مسلکي تخصص څخه د ملایانو ټاکل د دې په ویلو سره چې تېر حکومت فاسد و، توجیه کړو. د دې تر څنګ؛ کله چې مې د کابينې، ۳۴ ولایتونو د والیانو او د ټولو دولتي ادارو د رئیسانو نوملړ ولید، بس یو څه مې څو څو ځلې تر سترګو شول، د مدرسې ملا او بس. بل پلو د طالبانو له لوري د افغانستان دولتي ادارو کې د بشپړې پاکۍ د ادعا خلاف، د فساد شکایتونه پر خپل ځای دي. د پاسپورټ ریاستونه د طالبانو له لوري د ټاکلو شویو کسانو د فساد ښکاره بېلګه ده او ناشونې ښکاري چې طالبان ونه پوهېږي چې په تور بازار کې د یو پاسپورټ بیه ۱۰۰۰ امریکايي ډالره ته رسېدلې. 

نو وضعیت روښانه دی؛ چې په دې ډول د حکومتوالۍ کار چېرته رسېږي. بل پلو د طالبانو رژیم د تېرې دورې خلاف، دا ځل د دوی ځينو لوړ پوړو قومندانانو آرام ژوند او د لوړو بیو موټرونو ته مخ کړی او یو شمېر یې د افغانستان په نیول سره د خپلو ښځو په شمېر کې زیاتوالی راوستلی. ارامه ژوند ډېرې ښځې او ماشومان ډېرو پیسو ته اړتیا لري او د افغانستان وضعیت ته په کتو سره، دا یوازې په فساد او رشوت سره امکان لري. له یو هټۍوال څخه مې وپوښتل چې طالبان د تېرې دورې په توګه د فساد په وړاندې قاطع دي؟ ویې ویل چې شپږ میاشتې نه دي تېرې شوې، له فساد سره یې عادت کړی او دوی ته یې ژوند به دوزخ بدل کړی، هره ورځ او په هر نوم له دوی پیسې غواړي.

کورنی سیاست

د شپږ میاشتو له تېرېدو سره، طالبان په کور دننه هېواد کې له نورو ستونزو سره هم مخ دي، د کورني مقبولیت نشتون له توکمیز سیاست څخه نیوکې، هغه موضوعات چې طالبان یې نه مني او د خپلو دوښمنانو دسیسې یې بولي. خو شته حقیقت بل څه دی. د ښځو په وړاندې د طالبانو له تُند چلند او د ښځو د کار او جامو په اړه له اسلامي اصولو ډېر لري تفسیر د ټولنې دننه د شخړو بېلګه ګڼل کېږي، هغه تُند چلند چې د په ۵۷ اسلامي هېوادونو کې بېلګه نه لري. 

خو طالبان تل پر خپل اسلامي تفسیر او کلتوري ارزښتونو باندې ټينګار کړي، په داسې حال کې چې همدا چادري چې دوی یې د افغانستان ښځو باندې د تحمیل په لټه کې دي، نه اسلامي حجاب دی او نه هم کلتوري جامې. د دې ترڅنګ د رسنیو او خبریالانو موضوع هم په کور دننه هېواد کې جدي ستونزه ګڼل کېږي او داسې برېښي چې هره هغه خبریال چې د طالبانو د لید لوري سره موافق نه وي، د دوښمن په سترګه باید ورته وکتل شي. 

هغه خبریال چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له کندهار څخه کابل ته راغلی راته یې وویل؛ چې طالبانو یې څو ځلې په هلمند کې کور پلټلی. نوموړی چې څو ورځې وړاندې کندهار ته د مور د لیدو لپاره تللی و، په یو پیغام کې یې راته لیکلي و: “د مور لیدو ته مې ځم او که تر یوې یا دوه نورو ورځ رانه خبر را ونه رسېد، پوه شه چې طالبانو نیولی یم.”

د رسنیو دروازو د تړل کېدو شمېرې، د بیان آزادۍ له لید څخه د افغانستان ځای تر شمالي کوریا لاندې او په تېرو شپږ میاشتو کې د خبریالانو تېښته، په دې هېواد کې د بیان آزادۍ د خښېدو حکایت کړي. په پایله کې لا د خلکو لپاره مشروعیت لارې چارې هم روښانه نه دي. که څه هم طالبان وایي چې ټاکنې اسلامي نه دي په افغانستان کې پخوا هم له پراخو درغلیو سره ترسره کېدلې، خو دا نشي کولی د کورني سیاسي مشروعیت لپاره توجیه وشمېرل شي، موږ لا نه پوهېږو چې له دې وروسته به د واک لېږد شتون ولري یا نه. یو ځوان راته وویل؛ چې که په افغانستان کې د واک اخیستو لارې چارې په وسله او زور سره ولاړې وي، موږ خپل چمتوالی نیسو. په عمل کې د یادې خبرې پلې کول، مانا یو بل ناورین ته په تمه کېدل.

توکمیز برابروالی

افغانستان یو کثیرالقومیتي هېواد دی، چې تر اوسه هېڅوک په کره ډول نه پوهېږي چې د دې هېواد جمعیت څومره دی او کوم قوم د دې هېواد څومره برخه خلک جوړوي. خو تېرو شل کلنو سیاسي چڼو وهلو او د ټاکنو شمېرو د افغانستان قومي جوړښت څخه څه ناڅه روښانه انځور وړاندې کړی. د ډېری په باور پښتانه، تاجیک، هزاره او اوزبیک قومونه د دغه جغرافیې لوی جمعیت جوړوي.

طالبان په ۱۹۹۶م کال کې خپلو تېرو درسونو ته په پام سره، دا ځلې له بېلابېلو قومونو څخه جنګیالي له ځان سره لري. د بېلګې په ډول تاجیکانو د شمال ختیځ ولایتونو او اوزبیکانو د شمالي ولایتونو په تصرف کې فعال رول لوبولی. خو خپله د طالبان لخوا د طالبانو یو اوزبیک لوړپوړي قومندان نیول په تړاو د اوزبیکانو لاریونونو، یو ځل بیا د طالبانو قومي حساسیتونو او ستونزو او په یو لوی انځور کې مانا افغانستان څخه پرده پورته کړه.

د اشرف غني په تېر حکومت کې د نوموړي قومي سیاستونه تل له نیوکو سره مخ کېدل، هغه سیاست چې طالبانو د افغانستان په نیول سره هغه له  منځه تللي وبلل، خو شته حقیقت بل څه دی. د طالبانو په نارینه کابینه کې مطلق اکثریت پښتانه او حنفي دي، په ولایتونو کې هم وضعیت له دې څخه غوره نه دی. 

کله چې دا ټول یوخوا پرېږدو دې پایلې ته رسېږو، چې طالبانو لا له تاریخ زدکړه نه ده کړې او باور لري چې له توکمیز میکانیزم سره کولی شي افغانستان اداره کړي، هغه موضوع چې د تېر مهال خونړي تاریخ او د بهرنیو لوبغاړو له لوی لاس ته په پاملرنې، ناشونې ښکاري.

بهرنی سیاست

طالبانو په کال ۱۹۹۶ کې د خپل تېر رژیم پر مهال د درې هېوادونو ملاتړ له ځان سره درلود، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات. خو دا ځل کیسه لږ شان توپیر لري او له دې سره چې تر دې دمه هېڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د طالبانو تمه دا ده، چې د اړیکې برابروالی وساتي؛ چې هم وتوانېږي بې له لاسوهنې هېواده اداره کړي او هم نړیوالې مرستې له ځان سره ولري. 

خو داسې برېښي چې د برابرۍ رامنځته کول دومره هم ساده کړنه نه ده. د بېلګې په توګه له دې سره چې په تېرو شل کالونو کې پاکستان د طالبانو پټنځای او ملاتړی پېژندل کېږي، خو دا ځلې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان طالبانو د شتون، په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو د بریدونو چټکوالی او د ډيورنډ جنجالي موضوع له امله، اسلام آباد له خپل ټول احتیاط سره له طالبانو سره تعامل کړي او ظاهرا دواړه لوري، هم پاکستان او هم طالبان یو بل ته د شک په سترګه ګوري. 

د ایران په اړه که څه هم طالبان د خپل تېر رژیم د دورې د دوښمني په خلاف د تعامل او نږدېوالي په لټه کې دي، خو د تهران خبرې ډېرې روښانه دي او هغه په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړښت دی، چې وکولی شي له تهران سره ټولې تړلې سیاسي قومي او مذهبي ډلې په خپل ځان کې راونغاړي. هغه څه چې د طالبانو لپاره یې منل ستونزمن دي. 

چین او روسیه که څه هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو د اوږدمهاله اړیکې څرنګوالي ته په احتیاط سره ګوري، دمنځنۍ آسیا تابعیت لرونکو ترهګرو او نشه یي توکي له طالبانو سره د نړۍ دوه لویو قدرتونو د تعامل تعریف کړي. د دې تر څنګ طالبان د خپلې تېرې دوري پر خلاف د عربستان او اماراتو د ملاتړ پر ځای چې له قطر سره دوې اړیکې لري، اړیکه یې له دوحې سره نږدې ده. 

په پایله کې؛ داسې برېښي چې په تېرو شل کالونو کې د افغانستان لوی ملاتړی امریکا، اوس هم د طالبانو رژیم ته د انتقام په سترګه ګوري او ګوري چې په راتلونکو څو میاشتو کې د طالبانو د ملاتړ او ضدیت په وړاندې سمیه او نړۍ کوم لوری ټاکي. نو هغه څه ته په کتو چې وویل شول؛ د لوبغالي لوبغاړو لا هم پرېکړې پرېکړه نه ده نیولي چې له کومې مهرې په څه ډول ګټه واخلي او دې د طالبانو لپاره چې سخت معنوي او مالي ملاتړ ته اړتیا لري لارې چارې ستونزمنې کړې دي. له دې سره چې ځينې وایي باید په تمه پاتې شو، چې نه د افغانستان خلک او نه هم طالبان د ډېرې حوصلې زغم لري.

په پایله کې؛ طالبان افغانستان په کوم لوري بیایي؟

سیاست، حکومتوالۍ او دوښمنۍ ته دافغانستان شته وضعیت په اړه د هر نیوکه کوونکي په دې ډول لید سره په ښکاره ډول ښايي چې طالبان په سمه لاره نه دي روان، ځکه دوی د افغانستان شته حقیقتونو په نه درک کولو او له تاریخ څخه په نه زدکولو سر، په یوه غلطه لاره روان دي، هغه لاره چې بې له تباهۍ به بل څه له ځان سره ونه لري.د ۲۰۲۲ مسایلو ته په کتو او د ۱۹۹۶ قدرت غوښتونکي اند سره نه یوازې چې غوټې نه پرانیزي، بلکې غوټې ډېروي. 

په پایله کې کولی شو ووایو، چې د افغانستان اوسنیو ستونزو ته په همدې سطحي ډول لیدو لوري سره او شته وضعیت دوام، دې هېواد هر ډول بدې پېښې رامخته کوي او دا پېښې به نه یوازې طالبان غرق کړي، بلکې هېواد به هم د بهرنیو لاسوهنو سره د یوې اوږدمهال جګړې په اور کې له سوځولو سره مخ کړي. خو دا چې طالبان به له ورته تګ لارې سره په راتلونکو میاشتو کې هم د قدرت په څوکۍ تکیه وکړي یا نه، وخت به ځواب ووايي.

 

اړوند لیکنې

1 تبصره

vorbelutrioperbir March 2, 2023 - 8:10 pm

Good write-up, I am normal visitor of one’s site, maintain up the excellent operate, and It is going to be a regular visitor for a long time.

ځواب

یو نظر پریږدئ