- ژباړن: عبید مهدي
لیدلوری د نظرخاوندانو د نظرونو بیان کوونکی دی او آماجنیوز په دې برخه کې (برابره پالیسي) پر مخ وړي او د ټولو لورو له لیدلوروي خپروي او هرکلی یې کړي.
۲۰۲۱ اګېسټ ۱۵مه؛ په دې نه هېردونکې او ناورینه ورځ، کابل د طالبانو په خونړیو لاسونو سقوط شو. یوه ډله متعصب اسلام پاله ډله چې یوازې شریعت د قانون په توګه پېژني. دغه ډلې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو له سختې ماتې او بېړنیو وتلو څخه په ګټه اخیستنې، د داسې یو رژیم په جوړولو بوخت دي چې د مدني آزادیو په ګډون د بشر حقونو حتا لومړنیو ارزښتونو ته هم پام نه کړي او په پایله کې، له ټولو اړخونو سیاسي ــ مذهبي بربریت دی. د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې چې نن له خپل هر څه څخه محرومې شوې دي او په یوه سیاره بندخوبه (چادرۍ) کې په دروغجنه تیاره کې بندې پاتې دي، د ورته وحشتناکې ډېکتاتوری مفهوم باندې له هر چا ښه پوهېږي چې اسلامي فاشیزم چې حتا پرونیو نازیګانو هم وتوانېدل خپل تر ټولو بدو ایدئولوژیک توهماتو کې یې تصور کړي.
د مقاومت ملي جبهه
پر دې بنسټ، بې له کوم کوچني تردید او په هغه تمدن پورې چې تړاو لرم په ویاړ سره، د هغه وضعیت په اړه چې د افغانستان دغه بېوزله خو بیا هم باوقاره خلکو باندې راغلی، په بېړني ډول مې موقف ونیولو او د مقاومت ملي جبهې په څنګ کې ودرېدم. د رسنیو لپاره د پرله پسې مقالو او یادښتونو لیکل، زما د موقف نیول یوه برخه ده. د مقاومت ملي جبهه له درې سیاسي، پوځې اومدني رکنونو څخه د کابل د سقوط په ورځ د ځوان احمد مسعود له لوري جوړه شوه.
احمد مسعود، د پنجشیر هغه افسانوي مبارز او پخواني قومندان احمدشاه مسعود زوی چې د ۱۹۷۹ م کال څخه بیا تر ۲۰۰۱م کال پورې لومړی د شوروي یرغل او بیا د طالبانو په وړاندې یې مقاومت کړ. پر دې بنسټ، له ټول عزم او فداکارۍ سره چې له هغه فلسفي زدکړو سره چې ورباندې باور لرم مل ده او همداشان فردي اخلاقي ارزښتونه مې چې له لوی امانوئل کانټ له زدکړو څخه مې ترلاسه کړي، ما د یادې جبهې څخه د استازولۍ لپاره د اروپا دوه اصلي پلازمینو پاریس او بروکسل کې یو لړ مهمې سیاسي او رسنیزې ناسته پلان کړې. ما په دې ناستو کې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول، علی میثم نظري او د مقاومت جبهې روښان فکره ځوان عبید مهدي ملتیا وکړه.
په پاریس کې له ولسمشر فرانسوا هولانډ سره لیدنه
د ارزښت او سیاسي وزن له پلوه لومړۍ او مهمه لیدنه، هغه لیدنه وه چې د ۲۰۲۲م کال د جنوري په ۱۳مه د فرانسې پخواني ولسمشر فرانسوا هولانډ سره په پاریس کې ترسره شوه. نوموړی چې د افغانستان وضعیت په اړه خواشینی او حساس دی، څه موده یې په خپل کاري دفتر کې له موږ ته تود او په مهربانۍ سره هرکلی وکړ. ښاغلي ولسمشر په همدې تړاو له احمد مسعود سره ټلیفوني خبرې اترې وکړې. دا خبر لومړی د علي میثم نظري له ټویټر څخه خپرو شو چې له ولسمشر هولاند څخه یې د یادې لیدنې لپاره هرکلی کړلو او د فرانسوا هولاند او احمد مسعود له ټلیفوني اړیکي څخه یې خبر ورکولو، ډېر ژر دا خبر د ولسمشر هولاند له رسمي ټویتر اکونټ څخه هم خپور شو چې په هغه کې په ښکاره ډول ویل شوي و: (ما په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره د مبارزې په هکله احمد مسعود ته د خپل ټول ملاتړ ډاډ ورکړ.)
اخلاقي جرأت او سیاسي روڼتیا
د یادې لیدنې خبر په چټکتیا سره په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې خپور شو او د افغانستان پر خلکو او په ځانګړي ډول د طالبانو په وړاندې د مقاومت سرتېرو باندې یې اغېزه خورا مثبته وه. د افغانستان په اړه د موقف څرګندولو په برخه کې د ښاغلي هولانډ اخلاقي جرأت او سیاسي روڼتیا د ستایلو وړ ده.
بروکسل او د اروپا په زړه کې بلژیکي ډيپلوماسي
بروکسل نه یوازې د بلژیک پلازمینه، بلکې د اروپایي ټولنې پلازمینه او همداشان د ناټو سازمان پلازمینه ده او هلته سیاسي او رسنیز فعالیت له ځانګړي ځای څخه برخمن دی. په پاریس کې له علي میثم نظري او عبید مهدي سره زما سفر پای ته ونه رسېد. له فرانسوا هولاند سره له لیدنې پینځه ورځې وروسته مو د بلژیک په بهرنیو چارو وزارت کې اړینه غونډه درلوده. په یاده لیدنه کې د یاد هېواد دوه مهمو ديپلوماټانو ګډون درلود چې په تاوده ډول او پوره غور سره یې زموږ خبرې واورېدې. یو یې د آسیا او افغانستان د مسائلو کارپوه و، په ډاډ سره د اختیاري او پروتکلي لاملونه له امله چې دا زما دنده نه ده دلته د لیدنې محتوا نه څرګندوم. له دې سره اجازه راکړی چې ووایم چې د بلژیک ډيپلوماسۍ دغه دوه پیاوړو استازو په ټول شوق او پام سره زموږ خبرې واورېدې.
بشري مرستې، د ښځو او بشر حقونه، له نړیوال ترورېزم سره مبارزه
د بلژیک ډیپلوماسۍ په دستګاه کې له مشروع اندېښنو سره، د افغانستان خلکو لپاره د بشري مرستو لپاره جدي او ملموسه اراده شتون لري چې د پام وړ یوازې، وږي او بې پناه پاتې شوي. د بلې ډیموکراسي په توګه، د بلژیک لپاره هم په افغانستان کې بشري حقونه او لبته د ښځو حقونه، اصلي دغدغه جوړوي. دا حقونه نن د طالبانو رادیکالیزم له ګواښ سره مخ دي. دا هم ډېره اړینه ده چې د افغانستان کرونیو چارو کې له لاسوهنې پرته د افغانستان له خاورې یې د آزاد او سکولار، مدرنو ولسواکیو لپاره د نړیوالې دهشت افګنۍ جدي ګواښ رامنځته کړي ګواښونه کم کړو.
له جنسیتي، مذهبي او قومي تبغیض پرته د یو آزاد او ډموکراټيک، افغانستان لپاره
پایله، د بروکسل او پاریس ترمنځ د یاد ډیپلماټيک او سیاسي سفر پای به څه وي؟ ځواب خپله د مقاومت ملي جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري ته پرېږدو.
د مقاومت جبهه د طالبانو قدرت چې په زور او تاوتریخوالي سره لاس ته راغلی نامشروع ګڼي. د طالبانو حاکمیت د افغانستان لوی سیاسي اکثریت په وړاندې سیاسي باور نه لري. دا جبهه له یو ډموکراټیک او آزاد، له هر ډول قومي میلتي، مذهبي، کلتوري، ژبني او جنسیتي تبعیض څخه لرې، ټولنیزو توپیرونو ته په پوره درناوي سره له یو رېښتیني مدرن هېواد په لوري دفاع کړي چې نور له حد ډېر متمرکز او سلطنتي ډوله قدرت باندې ولاړ نه وي. د یادې جبهې په پام کې راتلونکی دولت د یو فدرال په ډول لکه بلژیک، آلمان او سیوسی باندې ولاړ دی. د افغانستان خلکو له لیدلوري، مقاومت جبهه یوازې هغه سازمان دی چې د یادې پروګرام د عملي کولو توان او باور لري له ځان سره لري. هغه هېواد چې په دې ډول وتوانېږي د بشر حقونو او ښځو حقونو تر نوم لاندې له برابرۍ او یو بل منلو سره او د بشریت په ګټه، د نړۍ ملیتونو ترمنځ یو ځل بیا خپل ځای ومومي.
د انسان ګرایی په نوم، د تمدن لپاره او د بربریت ضد برابره مبارزه
ویلی شو چې په افغانستان کې اوسنۍ جګړه د آزادۍ او سولې لپاره زموږ مبارزه هم ده. دغه مبارزه د غرب، خپله د تمدن لپاره ده، چې له هغې پرته هېڅ انسان ګراي ارزښتمنه نه ده؛ ریښتیا هم له همدې امله ده چې ملګرو ملتونو سازمان هم نه باید د ناټو او اروپایي ټولنې په څېر د دغه نویو وحشیانو یعني طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني.
له طالبانو سره د اُسلو د خبرو اترو محکومیت
د مقاومت ملي جبهه په ټولییز ډول د افغانستان مدني ټولنې څخه د بېلګو په پورته کولو سره، د ناروې پلازمینه اُسلو کې ځينو هېوادونو او طالبانو ترمنځ ترسره شوې خبرې اترې په شدت سره محکوموي. د سیاسي رهبرانو له لوري د داسې یوې ناستې جوړول چې خپله هم پکې دخیل و، خپله د افغانستان خلکو سره د یو بل خیانت ښودونکي ده. د پام وړ بل تکی دا چې انس حقاني د طالبانو به هیئت کې شتون لري. نوموړی د حقاني وېرونکې شبکې له مشرانو او د یادې شبکې له مالي مسوولینو څخه دی. د حقاني شبکې بنسټ د نوموړي د پلار جلالالدین حقاني له لوري کېښودل شو او اوس یې مشر ورور سراجالدین حقاني مشر دی. دغه سازمان د افغانستان مرګونو بریدونو او د زرګونه افغان ښاریانو د وژلو مسوول دی. دغه کس په ۲۰۱۳م کال په افغانستان کې ونیول شو او د محکمې له لوري په اعدام محکوم شو. نوموړی تر ۲۰۱۹م کال پورې په جدي ډول په بګرام زندان کې تر څار لاندې و، تر هغې چې د اشرف غني له لوري په دوه بهرینو یرغمل شویو باندې بدل کړل شو. دا سازمان دالقاعدې یو له اصلي ملاتړو او د طالبانو وینه بهونکي څانګه ده. په اوس وخت کې سراج الدین حقاني ځان د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر معرفي کړی، په داسې حال کې چې د (اېنټرپول) پولیسو تر څار لاندې دی او د امریکا دولت د نوموړي د پیدا کولو لپاه ۱۰ میلیون ډالره جایزه ټاکلې ده.
پر غرب دې شرم وي چې خپلو هیلو او د افغانستان خلکو هیلو ته یې خیانت وکړ
په ټولییز ډول کولی شو ووایو چې په اُسلو کې د داسې جنایت کوونکو په ګډون د یادو خبرو اترو ترسره کول، د غربي هېوادونو د راتلونکو اړیکو د عادي کولو لپاره ترسره شوې او د طالبانو دیکتاتور او رټل شوي رژیم سره خبرې اترې د اروپایي هېوادونو پر مخ د ننګ لکه ده. پر دې بنسټ؛ کولی شو دا پوښتنه وکړو چې په څخه ډول هغه اروپا چې د ډموکراسۍ، تمدن او ارزښتونو په اړه یې خبرې کېدې، څه ډول کولی شي له ټولې بې شرمۍ سره داسې یو ترورستي ډله ومني؟ تاریخ به په دې اړه قضاوت وکړي.