د افغانستان بشر حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکۍ پیغام کې؛ له اسلامي نړۍ غوښتي چې د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي.
رینا امیري په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان ښځې او نجونې د نړۍ تر ټولو افراطي بندیزونو سره مخ دي.
د افغانستان ښځو او بشر حقونو چارو کې د امریکا ځانګړې استازې له دې وړاندې له بيبیسي په مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو حکومت د «نړۍ تر ټولو ځپونکی رژیم» دی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې امیري څه موده وړاندې دوحه کې د طالبانو له هیئت سره له لیدنې مخنیوی کړی وو.
طالبانو تر اوسه د ښځو په وړاندې سخت او له تاوتریخوالي ډک چلند درلود. ښځې د زده کړو له حق، له محرم پرته د سفر او ډېری بنسټونو او ادارو کې له کار کړلو بې برخې شوې دي.