انس حقاني: ډېر بریدونه چې زموږ کورنۍ ته نسبت ورکول کیږي په موږ اړه نه لري

لخوا Aamaj News

د حقاني شبکې وتلی غړی، انس حقاني د المان له شپیګل مجلې سره په مرکه کې ویلی ډېر هغه بریدونه چې په تیرو دوو لسیزو کې د هغه کورنۍ ته نسبت ورکول شوي، د دوی کار نه و.

حقاني زیاته کړې کله چې د پخواني ملي امنیت په بند کې و، هیڅ ځانمرکی برید یې نه دی منلی.

شپیګل لیکلی چې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر، رحمت الله نبیل د انس حقاني تر نیول کېدو وروسته، نوموړی موټر ته سپور کړی او هغه ځایونو ته یې بېولی چې د حقاني شبکې قاتلین خپل تر ټولو مرګوني بریدونه تر سره کړي دي. د ملي امنیت مقر ته له راستنېدو وروسته، ښاغلی حقاني په ځینو بریدونو کې لاس لرل منلی دی.

حقاني شبکې په ٢٠١٧ کې د زنبق څلورلاري د برید پړه ومنله. دغه برید چې تر ١٥٠ زیات کسان یې وواژه او تر ۴۰۰ زیات یې ټپیان کړل، په تیرو ٢٠ کلونو کې د مخکیني حکومت په وړاندي د طالب جګړې یو له ډیرو مرګونو بریدونو څخه دی.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني ویلی و چې په تیرو ٢٠ کلونو کې ١۰۵۰ کسان یواځي د هغه د ډلي څخه ځانمرګي بریدونه تر سره کړي دي.

د انس تر نیول کېدو وروسته، حقاني شبکې د امریکایي پوهنتون دوه استادان وربړول، نوموړی د دغو دوو استادانو په بدل د تېر حکومت له بند خوشي شو.

انس حقاني همدارنګه په دې مرکه کې ویلی چې د خوشي کېدو لپاره یې، د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو د ربړوني پرته بله لاره نه وه.

نوموړی وایي چې د امریکایي پوهنتون د استادانو د تښتوني له طرحي یې خبر نه درلود. هغه زیاته کړې چې د طالبانو مشرتابه په داسي یو موقعیت کې ګیر شو چې داسي شکارېدل چې ټولي لاري بندي دي او محبور شول چې د هغه د خوشي کېدو لپاره ځانګړي اقدامات سرته ورسوي.

د حقاني شبکې دغه غړی په ۲۰۱۴ کې تر نیولو کېدو وروسته په اعدام محکوم شو. خو شپیکل څرګنده کړې د نومړي د نه اعدام کېدو اصلي لامل د پاکستان په غوښتنه د چین لاس وهنه وه.

انس حقاني، د سراج الدین حقاني کشر ورور دی. سراج الدین حقاني د حقاني شبکې مشري پر غاړه لري او اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ