پنجشېر کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې د مقاومت جبهې ځواکونو په یاد ولایت کې د طالبانو پر پوستو خپل بریدونه پیل کړي دي. د سرچینو په وینا نښته اوس هم دوام لري.
سرچینې زیاتوي چې نن سهار درې بجې لومړی د مقاومت جبهې ځانګړو ځواکونو خپل تهاجمي بریدونه د یاد ولایت د درې ولسوالۍ له برخې څخه پر طالبانو پیل کړي دي.
د سرچینې په وینا د سېلابونو بهېدلو او لارو بندېدو له امله، مقاومت جبهه په ښه وضعیت کې ده.
سرچینو ویلي چې مقاومت جبهې نن (دوشنبه د زمري ۲۴مه) له سهار څخه د پنجشېر ولایت په څو ولسوالیو کې خپل تهاجمي بریدونه پیل کړي چې تر اوسه د پنجشېر ولایت په بازارک، دره، عنابه، شتل، پریان او خنج ولسوالیو کې اووه کلي د مقاومت ملي جبهې ځواکونو لاس ته لوېدلي.
د سرچینې په ادعا، د مقاومت جبهې ځواکونو د «خواجه عبداللهخېل» له سیمې هم طالبان په شا کړي دي.
په یادو بریدونو کې د مقاومت جبهې ځواکونو او طالبانو له مرګژوبلې څخه لا راپور نشته.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو مرستندوی ځواکونه هم د سېلابونو له امله د یاد ولایت مواصلاتي لارو د بندېدو له امله د نښتو ځای ته نشي تللی.
د یادو ادعاوو په اړه لا طالبانو څه نه دي ویلي.