د يو پنجشېري ځوان د وژلو کیسه د يو طالب له قوله: تر دې حده مو وواهه چې له خولې وینې رواني وې

لخوا Aamaj News

مدني فعال او د طالبانو پخوانی زنداني، عظیم عظیمي په خپله ایکس پاڼه د يو پنجشېري ځوان د وژلو کیسه د ملي امنیت په څلوېښتم ریاست کې د يو بندي طالب له خولې بیان کړي.

عظیمي ليکلي، چې دغو طالب زندانيانو په زندان کې د میلمنو په ډول وخت تېراوه او ما به ورسره وخت نا وخت ځینې کیسې کولې.

دې دغو زندانیانو له ډلي يوه طالب زنداني د يوه پنجشېري ځوان د وژلو کیسه عظیمي ته په دغه ډول بیانوي: «په پنجشیر ولایت کې مو دنده درلوده؛ يو ماښام چې د ګزمې لپاره راووتلو، ډېر ورګرځېدلو، بلاخره مو يو ځوان ولید چې له بازاره د کور په لوري روان دی، هغه مو ودراوه او تلاشي مو کړ، هیڅ شی نه و ورسره، وروسته مو ترې وپوښتل چې وسله یې چېرته ده، يو څه عصبي تکلیف یې هم درلود، خو و یې ويل چې وسله نلري، دوکان ته راغلی وم او اوس بېرته کور ته روان یم.»

هغه په ادامه کې د طالب زنداني له خولي ليکي: «مو له هغه څه په وار وار د وسلې غوښتنه کوله او ځوان په بیا بیا ويل چې هیڅ هم نه لري. ځوان مو وواهه، تر دې حده چې بې‌هوښه شو، وروسته مو له ځان سره خپلي پوستې ته راوړ، هلته مو هم ډېر وواهه، تر دې چې له خولې یې ویني رواني شوې، وروسته مو ېې لاس او پښې ور وتړل او د ژمي په یخه هوا کې مو په يوه وړه او بنده کوټه کې واچاوه.»

طالب زنداني زياته کړي: «سهار چې ورغلو د سړي وضعیت ښه نه و، موږ هم له پوستې د باندې راووېست او څو ساعته وروسته یې کورنۍ خبره شوي وه چې ځوان وژل شوی دی.

د هغه مړی یې پیدا کړی و او د اعتراض په ډول یې د هغه جسد په ښار او بازار مې ګرځاوه. کله چې معترضو د خلکو تعداد او اعتراضونه ډېر شول، نو موږ یې د هغوې د خاموشۍ لپاره خلع سلاح کړو او هغوې ته یې وويل چې دوی به مجازات کېږي.»

دغه طالب زنداني زياته کړي چې طالب چارواکو هغوې له پوستې ولایت ته وړي او له هغه ځایه یې د دوی پوستې ته چې په پکتیا کې وه ليږلي.

طالب زنداني وويل: «هلته یې موږ ته وويل چې خپلو کورونو ته ولاړ شو او چې هر کله موږ خبر درکړ بېرته راشئ.»

عظیمي وړاندې د طالب زنداني له قوله ليکلي: «څو ورځې مو په کور کې تېري کړې، بېرته یې پوستې ته راوغوښتلو او له هغه ځایه یې دلته (د ملي امنیت څلوېښتم ریاست) ته منتقل کړو.»

عظیمي په پای کې دې دغه طالب زندانيانو له امتيازي حالته ليکلي: «په څلوېښتم ریاست کې د ټولو بند خونو دروازې ۲۴ ساعته تړلي وې، خو د دوی د خونې دروازه برعکس ۲۴ساعته خلاصه وه. هغه کسان چې د دوی لیدلو ته به راتلل په نظارت خانه کې به ورسره لیدل، د ساعت‌تېری لپاره یې د واليبال اجازه هم لرله.»

دغه طالب زنداني ويلي چې، دغه طالب جنګيالي څه موده په زندان کې ول؛ خو په څلوېښتم ریاست کې یې د مېلمستيا له پای ته رسېدو وروسته، بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.

د يادولو وړ ده، چې مدني فعال عظیم عظیمي د طالبانو لخوا نیول شوی و او ۷ میاشتي د طالبانو په بند کې و.

دغه څرګندوني په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په يوه راپور کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو له لوري په ښځينه زندانیانو د جنسي تېريو په هکله ليکلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ