آماجنیوز ته د رسيدلې سند له مخې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ترکي او ازبیکي ژبو د «علميترفیع» لپاره د اثارو په ژباړلو بندیز لګولی دی.
دغه وزارت په یوه لیک کې د پوهنتونونو په ځانګړي ډول د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ازبیکي او ترکي ژبو او ادبیاتو له څانګو څخه غوښتي چې د «پوهنملي» څخه «پوهندويي» ته د «علميترفیع» لپاره يې بهرني علمي اثار په پښتو او فارسي رسمي ژبو وژباړي.
تر دې وړاندې د ازبیکي او ترکي ژبو او ادبیاتو استادانو د علميترفیع لپاره بهرني علمي اثار ازبیکي ژبې ته ژباړلي.
د طالبانو په واکمنېدو سره د فارسۍ ضد کړنې زیاته شوي او دې ډلې ټول رسمي مکتوبونه په پښتو بدل کړي او له بلېخوا یې د فارسي فرهنګي اثار او مفاخر له منځه وړي دي.
خو دا لومړی ځل دی چې طالبان په شمالي ولایتونو کې چې ازبیک مېشت دي په ښکاره ډول د ترکي او ازبیکي ژبې مخه نیسي.