ملاله یوسفزۍ او جینیفر لارنس: پر حکومتونو مو فشار راوړئ چې د طالبانو سره حساب کتاب وکړي

لخوا Aamaj News

د هالیووډ مشهورې اداکارې او اسکار جایزې ګټونکې جینیفر لارنس او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي چې موږ باید پر خپلو حکومتونو فشار راوړو چې له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.

دوی د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغان ښځو په اړه نوي مستند فلم ته په اشارې سره په افغانستان کې د دغې ډلې د حساب ورکونې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ښځو د حقونو د دغو دوو فعالانو د مرکې ځینې برخې د جمعې په ورځ (۳۱م د وري) برتانوي ورځپاڼې ګارډین خپرې کړې.

جینیفر لارنس ویلي دي چې لویدیځې میرمنې په منځني ختیځ کې د بشري حقونو د پراخو او پام وړ سرغړونو پر ځای په خپلو کورنیو مسایلو تمرکز کوي.

لارنس د “ډوډۍ او سره ګلونه” مستند فلم په اړه هم وویل چې هغه څه چې د افغان میرمنو سره کېږي کیسه نه ده، بلکې یو روان مقاومت دی.

آغلې لارنس د “ډوډۍ او سره ګلونه” مستند فلم جوړونکي ده چې افغان فیلم جوړونکې صحرا ماني یې ډایرکټرۍ په غاړه درلوده.

“ډوډۍ او سره ګلونه” مستند فلم چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د دریو افغان میرمنو د ژوند کیسه ده په ۲۰۲۱ کې د جینیفر لارنس په پانګونې او د صحرا ماني په لارښونه پیل شو.

دا مستند فلم په کابل باندې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځو د تریخ ژوند او د هغوی د ورځني ژوند په اړه دی.دا مستند فلم تیر کال په فرانسه کې د کن فلم فیستیوال ته لار وموندله.

مېرمن لارنس زیاته کړه: “دا ښځې اړتیا لري چې نړۍ د دوی د مبارزې شاهده وي او موږ باید پر خپلو حکومتونو فشار راوړو چې له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.”

له بلې خوا د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي: “زما په اند د خلکو دنده دا ده چې د خپلو مشرانو سره په دې اړه حساب وکړي او پر دوی لا زیات فشار راوړي او پوښتنه وکړي چې کله دوی د جنسیتي برابرۍ ته د ژمن والي ادعا کوي، نو دوی د افغان میرمنو د حقونو لپاره څه ترسره کړي دي؟ ګنې نو له دې ادعاوو څخه د دوی منظور څه دی؟”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ