د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخائیل ګالوزین وايي، په افغانستان کې د حکومت په رسمیتپېژندنه په واک کې د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي ډلو په شتون پورې اړه لري.
روسي رسنیو د ګالوزین له قوله لیکلي چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت، د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي جریانونو استازي په شتون پورې اړه لري.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل: «د افغانستان د مشرتابه د رسمیتپيژندلو مسئله د ټولو سياسي قوتونو په ګډون د يوه ټولشموله حکومت په جوړولو پورې اړه لري.»
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې مسکو طالبان په رسمیت نهپېژني؛ خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او په روسیه کې یې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.
خو ياده دې وي، چې روسيه هم له طالبانو ضد ډلو سره اړيکې لري او روسي چارواکو هم د ترکيې په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې له هغوى سره ناستې کړې دي.
روسیه د افغانستان د شمال له ناامنیو او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو له ځای پرځای کیدو څخه اندېښمنه ده.
3 تبصرې
Excellent piece! The author’s expertise shines through in every word. Thoroughly enjoyed reading it!
“You’re amazing!”
ED Trial Packs Brand & Generic . https://seos.site/catalog/category/ed-trial-packs