د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د ترکیې آناتولي رسنۍ سره مرکه کې ویلي چې تېرو درې میاشتو کې ۶۷۰ داعش جنګیالي نیول شوي. نوموړي زیاته کړې؛ چې نور په افغانستان کې داعش لوی ګواښ نه دی.
مجاهد ټینګار کړی؛ چې داعش یوه کوچنۍ ډله وه چې اوس کابل او ننګرهار کې متلاشي شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ د دوی لخوا د یادې ډلې لسګونه پټنځایونه هم له منځه تللي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو له واک ته رسیدو را وروسته؛ افغانستان کې څو خونړيو بریدونو مسؤلیت داعش په غاړه اخیستی.