ښایي د فوټبال پاریسنژرمن لوبډله د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د دې ښار دوه غوره (النصر او الهلال) لوبډلو د ټاکل شویو ستورو په وړاندې لوبه وکړي. دا لوبه تاریخ کې د مسي او رونالډو ۳۷ مه مخ کېدنه شمېرل کېږي.
یاده سیالۍ کې به د النصر او الهلال غوره شوې لوبډلې لوبډلمشر رونالډو وي.
دا لوبه د عربستان النصر لوبډلې ته د کریستیانو رونالډو وروستي تګ او پاریسنژرمن لوبډله کې له لیول مسي سره د نوموړي مخ کېدنه ډېر ارزښت او حساسیت لري. بل پلو دې لیدنه کې به د مسي ترڅنګ د پاریس نور ستوري لکه نیمار هم لوبه وکړي.
دا سیالي د فوټبال نړۍ کې یوه خوندوره سیالۍ شمېرل کېږي او د یو ځانګړي میلمه ټکټ ۲.۶ میلیون ډالرو ته رسېږي.
دا لوبه نن شپه د کابل په وخت د شپې ۹:۳۰ دقیقې د سعودي عربستان په ملک فهد لوبغالي کې ترسره کېږي.
د یادونې ده چې یادو دوه ستورو تېرو ۳۶ لوبو کې د مسي لوبډله ۱۶ ځلې بریالۍ شوې او د رونالډو لوبډله ۱۱ ځلې؛ په داسې حال کې چې ۹ سیالۍ له مساوي پایلې سره پای ته رسېدلې دي.
همداشان مسي د رونالډو د لوبډلو په وړاندې ۲۲ ګولونه ترسره کړي او رونالډو هم ۲۱ ګولونه ترسره کړي دي.
دا لوبه له هغې وروسته ترسره کېږي، چې تازه کریستیانو رونالډو د کال ۲۰۰ میلیون ډالرو هوکړه لیک سره له النصر لوبډلې سره یو ځای شو.