د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه کې د آسټرالیا په وړاندې ماتې وخوړه.
یاده لوبه کې آسټرالیا د افغانستان لوبډلې لپاره په ۲۰ آورونو کې د ۸ وېکټو په له لاسه ورکولو سره ۱۶۹ مڼدې هدف وټاکلو، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۷ وېکټو په له لاسه ورکولو سره ۱۶۴ مڼدې ترسره کړې او ونه توانېده چې یاد ورکړل شوی هدف پوره کړي.
په دې توګه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام له لوبو حذف شو.