د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله سیالۍ کې د ۶۰ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه.
دې لوبه کې د هېواد اتلانو د سریلانکا ملي لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې ۲۹۵ منډې هدف وټاکلو؛ خو د سریلانکا ملي لوبډله د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ونه توانېده چې ورکړل شوی هدف پوره کړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا ملي لوبډلې په وړاندې درې ۵۰ اوریزه نړیوالې لوبې لري؛ چې لومړۍ لوبه کې افغانستان بریا ترلاسه کړه.
دا لوبې سریلانکا هېواد کې ترسره کېږي.