د ارجنټاین او فرانسې ملي لوبډلې به نن شپه قطر کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام په پای لوبه کې د خپلو ستورو په شتون سره مخامخ شي.
د ٢٠٢٢ نړیوال جام وروستۍ لوبه به د قطر د ملي ورځې په ورځ د قطر لوسیل ښار په لوسیل ملي لوبغالي کې د پولنډ ریفري شیمون مارسینیاک په ریفریتوب ترسره شي.
ارجنټاین او فرانسه د دې اتلولۍ لپاره سیالي کوي.فرانسه او ارجنټاین تر دې وړاندې دوه ځلې د نړیوال جام اتلولي ګټلې او هڅه کوي چې درېیم اتلولي هم وګټي.
فرانسې د فوټبال نړیوال جام کې خپله وروستۍ اتلولي په تېره دوره کې د کرواسي په وړاندې په بریا سره تجربه کړه او ارجنټاین هم وروستي ځل په ۱۹۸۶ کال کې د نړۍ د فوټبال ستوری ډایګو مارادونا په کپتانۍ کې اتلولي وګټله.
ارجنټاین ۲۰۱۴ کې هم فاینل ته ورسېد؛ خو د آلمان په وړاندې ماتې وخوړه