د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره لوبیږي

لخوا Aamaj News

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د اسیا د ملتونو د جام د ۲۰ اوریزو لوبو په دوام کې نن ماښام د پاکستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.

دا لوبه نن (چهارشنبه د سنبلې ۱۶مه) د افغانستان پر وخت د مازدیګر ۶:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې ترسره کیږي.

که افغانستان له پاکستان څخه لوبه وګټي، فاینل ته د ورتګ چانس به یې زیات شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر دې دمه د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې دوې بریاوې لري او یوه ماته.

ټاکل شوې دا لوبډله سبا له هند سره مخامخ شي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

chat online September 20, 2023 - 11:46 pm

Pero le pido que, al escuchar lo que le digo, recuerde que todo consejo solo puede ser producto del hombre que lo da

ځواب

یو نظر پریږدئ