د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ ۲۰آوریز نړیوال جام په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د آسترالیا په وړاندې ترسره کوي.
دا لوبه سبا (جمعه) ۱۲:۳۰ دقیقې وروسته له غرمې ترسره کېږي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د دې سیالیو په لړ کې تر اوسه دوه ماتې خوړلې او دوه لوبې یې د باران د اورښت له امله بېپایلې اعلان شوې.
د یادونې وړ ده، چې د کرکټ ۲۰اوریز نړیوال جام سیالۍ د آسټرالیا په کوربهتوب یاد هېواد کې ترسره کېږي.