د نیوزیلند رسنیو د راپور له مخې؛ دا هېواد به د راتلونکي نسل لپاره د تنباکو پلور بند کړي، تر څو راتلونکي کې له سګرېټ څکولو لاس واخلي.
د هغې لایحې پر بنسټ چې ښایي راتلونکی میلادي کال به تصويب شي، هر هغه څوک چې له ۲۰۰۸ م کال وروسته زېږېدلي وي، سګرېټ او نورو تنباکویي محصولاتو ته به د لاسرسي حق ونه لري.
د نیوزلنډ د روغتیا وزیره؛ عایشه ورال وایي، «موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې نوی نسل هېڅکله د سګرېټ څکول نه پیلوي.»
دا تګ لاره نن پنجشنبه د نیوزیلنډ روغتیا وزارت اعلان کړه؛ چې روغتیایي متخصصینو او روغتیاپالانو هم ورڅخه ستاینه کړې ده.
د نیوزیلنډ د یادې تګ لارې پر بنسټ تر ۲۰۲۵ م کال پورې به پر سګرېټ د اخته کسانو شمېر په سلو کې تر ۵ سلنې را کم شي. په اوس مهال کې ۱۳ سلنه نیوزیلنډیان سګرېټ څکوي چې دا شمېره تېره لسیزه کې ۱۸ سلنه وه او اوس کمه شوې.
د نیوزیلنډ د رسنیو د راپور له مخې؛ چې د سګرېټو د پلور مرکزونه به له ۸۰۰۰ څخه یوازې ۵۰۰ ته راښکته شي.
همداشان د نیوزیلنډ د روغتیا وزارت زیاته کړې، چې په یاد هېواد کې پر سرطان ناروغۍ له څلور کسانو یو کس د سګرېټو له امله پر یاده ناروغۍ اخته کېږي.
3 تبصرې
Enter the live chat for free and watch incredible cam girls shows or create a free account for additional benefits, like the ability to go full screen
Nice post. I learn something new and challenging on blogs I stumbleupon on a daily basis.
… [Trackback]
[…] Info to that Topic: aamajnews24.com/ps/health-4/ […]