یوې باوري سرچینې آماج نیوز ته ویلي، چې له پرون راهیسې طالبانو د حزب اسلامي له مشر سره پر ډله ییزو غونډو بندیز لګولی دی.
سرچینه زیاتوي: «کور تر محاصرې لاندې نه دی. خو دوی خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د حزب اسلامي له مشر سره په ډله ییز ډول وویني.»
دا بندیز په داسې حال کې د طالبانو له خوا لګول شوی چې د ګلبدین حکمتیار لسګونه پلویان د اختر په ورځو کې د هغه نوي استوګنځي ته د هغه لیدلو ته ورتلل.
یوې بلې سرچینې آماج نیوز ته ویلي چې طالبانو امر کړی چې هر څوک چې د حزب اسلامي له مشر سره لیدنې ته ځي باید د دغې ډلې تر ادارې لاندې له استخباراتو اجازه واخلي.
په همدې حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ته یوې نږدې سرچینې آماج نیوز ته ویلي، چې د حقاني لخوا دې دغه بندیز د لیرې کولو هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.
د حزب اسلامي د مشر پر غونډو بندیزونه په داسې حال کې لګول کېږي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هغه د کابل په دارالامان د کې له خپل استوګنځي (د دفاع وزارت ملکیت) څخه وویست او و یې ويل چې په افغانستان کې د ګوندونو فعاليتونه منع دي او حتی د ګوند د نوم يادول هم جرم دی.
خو ګلبدین حکمتیار تراوسه د سراجالدین حقاني په ملاتړ خپلو غونډو ته دوام ورکاوه.