نرال مک کنزي: افغانستان د القاعدې او داعش تروریستي سازمانونو په امن پناه ځای بدل شوی

لخوا Aamaj News

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ پخواني لوی درستیز، جنرال فرانک مک کنزي ویلي چې افغانستان د القاعده او داعش په څېر د تروریستي سازمانونو لپاره په خوندي ځای بدل شوی دی.

العربیه شبکې نن (دوشنبه، وږې ۷مه) د مک کنزي له قوله راپور ورکړی چې هغه تېر اوړی د امریکا ولسمشر، جو بایډن ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا په بشپړ ډول شاتګ سره، د افغانستان دولت به سقوط وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې احتمال لري امریکاي پوځیان افغانستان ته بیا راستانه شي.

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې د افراطيت د خپرېدو د مخنيوي لپاره د طالبانو له لفظي ډاډ سره سره، دغه هېواد د القاعدې او داعش په څېر تروريستي سازمانونو په خوندي ځاى بدل شوى دى.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان تر دې مخکې ویلي و چې واشنګټن د افغانستان په جګړه کې پوځي او سیاسي ماته خوړلې ده. هغه ادعا کړې چې په تېرو شلو کلونو کې، طالبانو تل په پاکستان کې خوندي پټنځايونه درلودل؛ خو امریکا و نه توانېد په دې اړه له اسلام‌آباد سره موافقې ته ورسیږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ