د پنجشېر په عبدالله خېلو دره کې طالبانو یو ملکي وګړی په ډزو وژلی

لخوا Aamaj News

پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې د یاد ولایت عبدالله خېلو دره کې طالبانو د خلیل‌الرحمن په نوم ملکي وګړی په ډزو وژلی.

د سرچینې په وینا؛ دا پېښه (یک شنبه شپه) یوولس بجې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې (شنبه د وږې ۵مه) طالبانو پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړو ته د خوړو لېږدولو په تور څه باندې ۳۰ ملکي وګړي نولي او شکنجه کړي.

د سرچینې په وینا، خلیل‌الرحمن د ۳۰ کسانو ملګي وګړو له ډلې وو چې وروستیو کې د طالبانو لخوا نیول شوی وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ