د فاریاب ولایت په مرکز، میمنې ښار کې د طالبانو لخوا کور په کور پلټنه پیل شوې ده.
د سرچينو په وینا نن سهار (دوشنبه، وږي ٧مه) کندهاري طالبانو د ميمنې ښار په بېلابېلو سيمو کې کور په کور تلاښۍ پیل کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې طالبانو د فاریاب د پښتون کوټ ولسوالۍ د سبز سیمې اوسېدونکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی چې خپل کورونه پرېږدي.
طالبانو ویلي دي چې د دې پلټنو موخه د وسلو او دولتي وسایطو راټولول دي.
طالبانو په دې وروستیو کې په بلخ او کندز ولایتونو کې هم کور په کور تلاښۍ په لاره اچولې ده.