په بامیانو کې د یوه جوړ شوي پروګرام ګډوډول؛ طالبانو ښځې ګواښلې دي

لخوا Aamaj News

په بامیانو کې د ښځو لخوا د طالبانو د«صحنه جوړې شوې» ملاتړ غونډې ګډوډولو څخه وروسته، اوس طالبانو یو شمېر یادې ښځې ګواښلې دي.

په بامیانو کې سیمه ییزې سرچینې اماج ته ویلي؛ چې ښځینه زده کوونکو د ملاتړي پروګرام په غبرګون کې د طالبانو بینرونه څیرې کړي.

د سرچينې په وینا، د باميانو پوهنتون مسوولينو له ښځينه محصلينو غوښتي وو، چې د باميانو په ورزشي اسټډیوم کې د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ پروګرام کې ګډون وکړي، خو کله چې نجونو پروګرام کې ګډون وکړ، پوهې شوې، چې دغه پروګرام د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ نه، بلکې له طالبانو څخه د ملاتړ لپاره جوړ شوى دى. او د طالبانو په ملاتړ او د امریکا لخوا د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو د زیرمو د خلاصون په اړه بینرونه په دیوالونو ځړول شوي.

د خپرونې یوه ګډونواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، آماج ته یې وویل چې د طالبانو له خوا ورسره اړیکه نیول شوې او ګواښل شوې.

نوموړې زياتوي، چې دې پروګرام ته يې ٥٠ کسان رابللي وو او هغه درې تنه دي چې بینرونه یې څیرې کړي د نوموړې له خوا ورپېژندل شوي و.

نوموړې په دوام کې وویل: « طالبان پر ما دا تور لګوي چې له کوم کس یابنسټ څخه مې د دې کړنې په پار پیسې اخیستې دي تر څو د دوی پروګرام ګډوډولو لپاره په پروګرام کې لاریونکونکې معرفي کړم.»

دا پېښه چې درې ورځې وړاندې په بامیانو کې وشوه، په ټولنیزو رسنیو کې یې ډېر غبرګونونه راپارولي او طالبان دا کړنه یې د ولسي ملاتړ د نشتوالي نښه بللې. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

8 تبصرې

680 news November 3, 2023 - 8:00 pm

Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website’s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.

ځواب
Radio Buena Nueva 97.9 FM November 4, 2023 - 4:26 pm

It’s nice to see the best quality content from such sites.

ځواب
newsmax live November 7, 2023 - 3:59 pm

Awesome! Its genuinely remarkable post I have got much clear idea regarding from this post

ځواب
bbc persian November 9, 2023 - 10:28 pm

For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents. Watch bbc persian

ځواب
SBN TV November 11, 2023 - 12:37 am

Pretty! This has been a really wonderful post. Many thanks for providing these details.

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 6:07 am

naturally like your web site however you need to take a look at the spelling on several of your posts.

ځواب
How to Listen to SiriusXM Radio Online November 26, 2023 - 10:27 pm

Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.

ځواب
Newsmax TV Live November 27, 2023 - 12:27 am

You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before.

ځواب

یو نظر پریږدئ