د طالبانو د کابینې پرېکړه: مخابراتي کمپنۍ د ناثبت شویو سیمکارټونو د وېش اجازه نه لري

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني نن (دوشنبه دوري ۱۵مه) په یو ټویټ کې ویلي؛ چې د کابینې د پرېکړې پر بنسټ، له دې وروسته هېواد کې هېڅ مخابراتي کمپنۍ د اشخاصو په نوم له ثبت شویو سیمکارټونو پرته د ناثبت شویو سیمکارټونو د وېش اجازه نه لري.

بل پلو د افغانستان مخابراتي مقرارتو د تنظیم ادارې یا (ATRA) په یوه اعلامیه کې ویلي؛ چې ډېری امنیتي پېښو کې له ناثبت شویو او نا بایومتریک شویو کارټونو کټه اخیستل کېږي.

دغه ادارې زیاته کړې؛ چې افغانستان کې ۳۴ میلیونه سیمکارټونه پلورل شوي او ۲۲ میلیونه سیمکارټونه فعال دي.

په دې اعلامیه کې همداشان راغلي، د دې سربېره چې د مخابراتو وزارت مخابراتي کمپنۍ د ناثبت شویو سیمکارټونو له پلورلو منع کړې دي؛ خو اوس هم د هېواد د ټولو ولایتونو په آزادو بازارونو کې ناثبت شوي سیمکارټونه پلورل کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ