مقاومت جبهه: په اندراب کې جګړه په زور کې روانه ده او د مقاومت کوونکو روحیه لوړه ده

لخوا Aamaj News

د افغانستان ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي وایي؛ چې د تېرې ورځې له غرمې وروسته طالبانو د بهرنیو ترورېستانو په ملاتړ په اندراب کې د مقاومت کوونکو پر ځایونو له هوا او ځمکې بریدونه کړي.

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې دا بریدونه د خُج سیمه او د بغلان اندرابونو دره کې ترسره شوي. د نوموړي په وینا تر اوسه د طالبانو پینځه لوی بریدونه دفع شوي.

احمدي زیاته کړې؛ چې طالب ځواکونه د ځانوژونکو او سرې قطعې له سختې مرګ ژوبلې سر بېره، راتلونکو بریدونو ته ځانونه تقویت او چمتو کوي.

نوموړي په وروستیو کې همداشان زیاته کړې؛ چې جګړه په زور کې روانه ده او د مقاومت کوونکو روحیه لوړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د ګرمۍ موسم په رارسېدو سره؛ د اندراب ولسوالیو او کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو کې د مقاومت او آزادۍ جبهو بریدونه ډېر شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ