د بلخاب د خبرو اترو ماته او لنډه نښته؛ «طالبان مو تسلیمېدل غواړي او موږ نه تسلیمیږو»

لخوا Aamaj News

د افغانستان په شمال کې د طالبانو سرچینې وایي چې د دوی د هزاره قومندان، مولوي مهدي سره د هوکړي لپاره خبرې پایلې وي او د قم کوتل په سیمه کې د پرونۍ لنډې نښتې وروسته، اوس د بلخاب د محاصرې کړۍ تنګه شوې ده.

په همدې حال کې، سیمه‌ییزي سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د مولوي مهدي په وړاندي د اصلي ازبیک تبارو ځواکونو د سمبال په لټه کې دي او نه غواړي چې له سویل څخه پښتانه جنګیالي دغې سیمې ته واستوي.

خو یادې سرچينې زیاتوي چې طالبانو د اوزبیک جنګیالي له جنګېدو ناهیلي شوي او اوس یې د قوش تپې او درزاب داعشیانو ته مخه کړې، هغه اوزبیک ځایي داعشیان چې د شیعه مذهب سره د حساسیت له کبله جګړې ته چمتو شوي دي.

خو مولوي مهدي ته نږدې یو کس چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي چې طالبانو په خبرو کې یواځي یوه غوښتنه درلودل چې تسلیمېدل و. دغه سرچینه چې اوس په بلخاب کې د مولوي مهدي تر څنګ ده، وايي چې د دوی په قاموس کې تسلیمي نشته او د جګړې وروسته هره پایله به د طالب مشرانو پر غاړه وي.

په همدې حال کې، په بلخاب کې د ولسي سرچینې په دغه ولسوالۍ کې وضعیت فوق العاده بللی او د دې ولسوالۍ په حساسو ځایونو کې د مولوي مهدي د جنګیالیو ځای پر ځای کېدو خبر ورکوي. دوی وایي د یوې پوځي جګړې ټول چمتووالي نیول شوی.

بلخاب په سرپل شمالي ولایت کې سټراټیژیکه ولسوالي ده چې طالبان خپل مخکني حاکمیت کې هم و نه توانېدل چې په بشپړ ډول هغه ځای ونیسي او اوس هم د مولوي مهدي تر امر لاندي جنګیالیو تر ادارې لاندي ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ