په ننګرهار کې چاودنه؛ دوه تنه وژلي او د ٥ طالبانو په ګډون، ٢٨ تنه ټپیان کړي

لخوا Aamaj News

په ننګرهار کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې په دغه ولایت کې د ماین چاودني په پایله، ٢ تنه وژل شوي او د ٥ طالبانو په ګډون، ٢٨ تنه ژوبل شوي دي.

په ننګرهار کې سیمه‌ییزي سرچینې زیاتوي چې دغه چاودنه نن (دوشنبه، د غبرګولي ٣٠مه) ١٠ بجې تر غرمې وړاندي د دغه ولایت د غني خېلو په مربوطاتو کې شوېده.

سرچینو زیاته کړې ده چې چاودنه د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ د روغتون رییس، محمود هجرت موټر په نښه کړی دی.

ښاغلي هجرت په دې چاودنه کې ژوبل شوی دی.

تر اوسه د دغي چاودني پړه کوم څوک یا کومي ډلي نه ده منلې.

د یادولو ده چې تېره ورځ په کابل ښار کې هم یوه چاودنه شوې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ