غور کې طالبانو یو ځوان د یوې پیغلې ځورولو په تور دورو وهلی

لخوا Aamaj News

غور کې طالبانو یو ځوان د یوې پیغلې د «ځورولو» له امله؛ ۲۹ دورې وهلی.

غور کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي؛ چې دا حکم د ښاري محکمې لخوا صادر شوی.

نوموړي زیاته کړې؛ چې محکمې دا ځوان د يوې پیغلې د «ځورولو» په جرم ۲۹ دورې وهلی.

د نوموړي په وینا؛ دا ځوان د فېروزکوه ښار د «بهاري» سیمې اوسېدونکی دی او څه موده وړاندې د طالبانو استخباراتو لخوا نیول شوی وو.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې طالبانو په غور کې یو نارینه او ښځینه د «نامشروع اړیکې» درلودلو له امله په دورو وهلي وو.

څه موده وړاندې هم طالبان په غور کې یو کس د «روژې خوړلو» له امله نیولی او بیا یې ډوډۍ په خوله کې ورکړې وه او په ښار کې یې ګرځولی وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ