د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی توماس وسټ وايي، چې نړیواله ټولنه باید له هغه ښځو سره مرستې ته لومړيتوب ورکړي چې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي.
د افغانستان په چارو کې امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ پاکستان ته د خپل سفر په پای کې یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې دې سفر کې یې د «افغانستان یو شمېر پیاوړو ښځو» سره لیدلي دي.
د ښاغلي وسټ په وینا هغه ښځې او نجونې چې اوس په کورونو کې بندې شوې دي، له سختو رواني او روحي فشارونو څخه کړېږي.
وسټ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي او د پوځ رییس سره خپلو لیدنو کې ټينګار کړی دی، چې سیمه کې د ترهګرۍ او امنیتي وضعیت نړیوال یوالي ته اړتیا لري.
د امریکا ځانګړي استازي څرګنده کړې ده، چې له دې چارواکو سره یې «زدهکړو او بنسټيزو مرستو ته د میلیونونه افغانانو په لاسرسي د طالبانو فرمانونو خطرناک اغېز» باندې بحث کړی دی.
توماس وسټ (د جنوري ۲۹مه) پاکستان، آلمان او سوئیس ته خپل سفر پیل کړ.