د کابل ښار هټۍ‌وال: د «غیراصولي» مالیاتو د ورکړې توان نه لرو

لخوا Aamaj News

د کابل ښار یو شمېر هټۍ‌وال د طالبانو لخوا د مالیاتو ډېرېدو څخه شکایت لري. دوی وایي چې د طالبانو مالیې وزارت په اوسنۍ شرایطو او د پلورلو له کمېدو سره له دوی «غیراصولي» مالیات ترلاسه کوي.

دوی د ناخوښۍ په څرګندولو سره وایي، د دې لګښتونو ورکړه یې له توان وتلې ده او طالبان باید د ډېرو مالیاتو له اخیستو تېر شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې طالب چارواکو ویلي وو: «د هټۍوالو او کسبه کوونکو مالیات د دوی له پلور اخیستل کېږي. له دې وړاندې نورم ۵/۱ وو. په دې مانا چې د هټۍوالو له پلور څخه یو نیم سلنه مالیه اخیستل کېده. اوس موږ د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو سره، دا نورم له ۵/۱ څخه ۱/۰ ته راښکته کړی دی. په دې مانا چې مالیې وزارت د هټۍوالو او کسبه‌کارانو له ټولو پلور څخه ۵/۰ سلنه مالیه ترلاسه کوي.»

بل پلو د کابل ښار یو هټۍوال آماج ته وایي:«که څه هم د مالیې اصول دا دي چې د هټۍوالو مالونه باید حساب شي او د هټۍ د پانګې په کچه مالیه تثبیت شي؛ خو طالبان دې اصولو ته پام نه کړي.»

د نوموړي په وینا، طالبان باقیاتو او یا هم ګټې ته په نه پام‌لرنې د پلور له مخې د هټۍوالو مالیه ټاکي.

په ورته وخت د کابل ښار زیات شمېر هټۍ‌والو له طالبانو غوښتي، چې د دې هټۍ‌والو ستونزو ته پام وکړي او ورځنۍ ګټې او خالص پانګې ته په کتو دوی ته مالیه وټاکي.

یوازې د کابل ښار هټۍ‌وال نه دي، چې د طالبانو لخوا د مالیاتو ډېرېدو څخه شکایت لري. له دې وړاندې نورو ولایتونو کې هم د طالبانو لخوا د سختو مالیاتو وضع کېدو څخه شکایتونه شوي وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ