د طالبانو تر مدیریت لاندې د احصایې او مالومات اداره وایي، چې د برېښنایي پېژند پاڼو د ډېر باور لپاره یې په پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار موده هم زیات کړي دي.
د دې ادارې په وینا؛ د اعتبار موده د بایمتریک مالومات نوي کولو او د کس ظاهري بدلون لپاره او د ولسوالۍ نوم د کس د کره پتې لپاره زیات شوي دي.
د احصایې و مالوماتو ادارې څرګنده کړې، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د اعتبار موده لس کاله ټاکل شوې ده او هر سل کال وروسته د برېښنایي پېژندپاڼې لرونکي باید خپل بایمتریک مالومات او عکس بیا ثبت کړي.
د طالبانو احصایې او مالومات اداره وایي، چې د برېښنایي پېژند پاڼو د وېش له پیل بیا تر اوسه څه باندې ۹ میلیونه پېژندپاڼې وېشل شوې دي.