سرچینې آماج ته وایي، چې ناپېژانده وسله وال د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په نوآباد کلي کې د طالبانو یوې قرارګاه ته ننوتلي او بیا یې په هغه قرارګاه کې طالبان مسموم کړي دي.
د سرچينې په وینا، دغه پېښه د چهارشنبې په شپه رامنځته شوې او لومړى ناپېژانده کسانو ټول په بې هوښه کوونکو داروګانو مسموم کړي او بيا يې د جعفر په نوم د هغوى د يوه قوماندان په ګډون دوه طالبان وژلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې تر پېښې وروسته ناپېژاندو وسله والو د طالبانو وسلې او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.
طالبان تر اوسه په دې هکله څه ندي ويلي.