د شیعه ګانو پر جومات د برید په اړه دمقاومت جبهې غبرګون: موږ د هغو جنایاتو ترسره کولو کوم چي د طالبانو په ایډیالوژۍ ریښه لري خپله کرکه څرګندوو

لخوا Aamaj News

د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي په مزارشریف کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د نن ورځې برید په غندلو سره ویلی چې د دې منظمي وژنې مستقیم مسوول طالبان دي.

هغه د برید په غبرګون کې په ټویټر کې لیکلي: «موږ د داسې جرمونو په ترسره کولو خپله کرکه څرګندوو، چې د طالبانو په ایډیالوژۍ کې ریښې لري.»

هغه زیاته کړې چي طالبان نور د هغو ځانمرګو قطعاتو د کنټرول توان نه لری کومي چي د جنایاتو د ترسره کولو او په خلکو کې د ډار اچوني لپاره یې جوړي کړي وې.

دا په داسي حال کي چي داعش په مزار شریف کي د شیعه ګانو پر جومات د برید مسئوليت منلی. هغه بريد چي تر اوسه پکي د ۱۱۸ لمونځ کوونکو د مرګژوبلي پخلی سوی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ