د طالبانو تر ادارې لاندي د افغانستان ملي تلویزیون، راپور ورکړی چې طالبانو په شخصي جامو سره د دوی د ځواکونو لخوا د خلکو پلټل بند کړی.
په کابل کې د طالبانو امنیه قومندان، ولي جان حمزه وایي چې د یونیفورم تر وېش وروسته، هیڅ طالب ځواک اجازه نه لري چې په شخصي جامو سره په پلټنځایونو کې خلک و پلټي.
د ویلو وړ ده چې د طالبانو د داخله چارو وزارت، تېره اونۍ په کابل او کندهار کې د طالب پولیس ځواکونو ته د یونیفورم د وېش لړۍ پیل کړه.
دا په داسي حال کې ده چې په تېرو میاشتونو کې ټول طالب ځواکونو په شخصي جامو سره د افغانستان ښارونو کې شتون درلودلی او خلک یې پلټلي دي.
هیوادوالو تل د طالبانو له دغه کار نیوکه کړې او زیاته کړې چې ډېري جنایي جرمونه د طالبانو د مشخص یونیفورم د نشتون له امله د دوی په نامه ترسره کیږي.