باشله: دطالبانو له راتګ سره، افغانستان یو ژور اقتصادي، ټولنیز او بشري ناورین ته دننه شوی

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې میشل باشله، د افغانستان د شته وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو ویلي، د طالبانو له راتګ سره دغه هیواد اقتصادي، ټولنیز او بشري ژور ناورین ته دننه شوی.

هغې تېره ورځ (چار شنبه، د غبرګولي ٢٥مه) د بشري حقونو د شورا په پنځوسمه ناسته کې زیاته کړې چې دطالبانو د واکمۍ راهیسي افغانانو د «یو نسل تر ټولو تیارې دورې» شاهدان دي.

هغې زیاته کړې چې اوسني چارواکي د ښځو او نجونو حقونو ته د ملاتړ او احترام لپاره، په سیاست او عمل کې نړیوالو ژمنو ته له ژمنتیا ډېر واټن لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې په افغانستان کې له ټولني څخه د ښځو تدریجي لیري کولو ته په اشارې سره ویلي: «اجازه راکړﺉ څرګند ووایم: هغه څه چې موږ یې نن په افغانستان کې شاهدان یو، پر ښځو ډولیز او بنسټیز ظلم دی»
آغلې باشله د نجونو په وړاندي د منځنیو ښوونځیو د تړلي پاته کېدو ته په اشارې سره ویلي چې تر یو میلیون ډېري نجوني تر اوسه ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده تر لاسه کړې او افغان مېرمني په چټکۍ سره د یو داسي سناریو سره مخ شوي چې ډېری له هغه څخه بېره درلود.

نوموړې د طالب چارواکو او نړیوالي ټولني په ګډون د افغانستان له ناورین څخه د وتلو لپاره د چټکي هماهنګۍ غوښتونکې شوه.

نوموړې همدارنګه ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د منحل کېدو په اړه، چې نږدې یوه میاشت وړاندي د طالبانو لخوا تر سره شو، په شدت سره د خواشینۍ څرګندونه کړې ده. د هغې په باور د طالبانو دغه اقدام د زیان منونکو ټولنو ساتنه لا سختوي.

دملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې د طالبانو له چارواکو غوښتې چې مدني آزادۍ، خپلواکو رسنۍ او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې په امنیت سره خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

آغلې باشله د پنجشېر په ګډون شمالي ولایتونو کې د جنګ دوام او بشري حقونو نه سرغړوني ته په اشارې سره ویلي: «زه همدارنګه د پنحشېر په ګډون په شمالي ولایتونو کې د ملکیانو د بشري حقونو نه د سرغړوني د تور په اړه د رسېدلو معلوماتو اندېښمنه یم.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره په افغانستان کې د بې وزلۍ له زیاتېدو یاده کړې او ویلي چې بیکاري ٩٣ سلني ته رسېدلې او ترټولو اقتصادي ضربه، تر ټولو زیان منونکي خلک- د کورنۍ سرپرستي مېرمني، بوډا خلک، معلولینو او ماشومانو ته رسیږي.

دا په داسي حال کې ده چې د نړیوال روغتیا سازمان د راپور له مخي، شاوخوا ١٨.١ میلیونه کسان د ٣.١٩ میلیونو تر پنځه کالو کوچني ماشومانو په ګډون روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري.

اړوند لیکنې

4 تبصرې

radio noord holland November 4, 2023 - 1:42 am

I appreciate you sharing this blog post. Thanks Again. Cool.

ځواب
Radio Beograd 2 November 4, 2023 - 10:18 pm

Great information shared.. really enjoyed reading this post thank you author for sharing this post .. appreciated

ځواب
Alex TV November 11, 2023 - 7:18 am

Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.

ځواب
watch horse racing live November 18, 2023 - 8:43 am

You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before.

ځواب

یو نظر پریږدئ