د بلخاب پوځي ترتیب؛ طالبانو یو ځل بیا له مولوي مهدي سره د خبرو هڅه وکړه

لخوا Aamaj News

سرچينې آماج ته وايي، سره له دې چې طالب جنګیالي په شمال کې خپل پر هزاره قومندان مولوي مهدي باندي د برید لپاره سمبال شوي، طالبانو نن یوځل بیا هڅه وکړه چې د بلخاب مشکل د خبرو له لاري حل کړي.

دغي سرچینې زیاتوي چې د مولوي مهدي سره د چلند څرنګوالي په اړه د طالب پرېکړه کوونکو څېرو ترمنځ هم اختلاف شتون لري، ځکه ځینې دزور له لاري د بلخاب نیول او ځینې د مذاکرې او تعامل له لاري پر حل لاري ټینګار کوي.

په ورته وخت کې د مولوي مهدی خپلوان آماج ته وایي چې په هیڅ صورت نوموړي به کابل ته نه ځي او همدارنګه په افغانستان کې د هزاره ګانو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

خو د طالبانو یوې بلي سرچینې آماج ته وایي چې که مولوي مهدي د مذاکرې له اخیرني چانس څخه ګټه وانخلي، طالبانو به په پوځي زور سره دغه استراتيژیکي سیمي ته ننوځي.

دا څرګندوني په داسي حال کې کیږي چې د طالبانو یواځینی هزاره تبار قومندان له دوی جلا شوی او ویلی چې هزاره ګانو د طالبانو په حکومت کې برخه نه لري او دا هغه د منلو وړ نه دی.

په همدې حال کې محمد محقق، د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر، په یوه پیغام کې طالبانو ته ویلي چې بلخاب ته دي لښکر کشي و نکړي. محقق زیاته کړې چې بلخاب ته د طالبانو لښکر کشي د هزاره ګانو په وړاندي جنګ ګڼل کیږي.

د بلخاب ولسوالۍ د افغانستان په شمال کې د سرپل ولایت کې یوه ستراتیژیکه سیمه ده چې طالبانو خپل په لومړي دوره د هغه په بشپړ نیولو بریالي و نشول او اوس هم دغه ولسوالۍ د مولوي مهدي لخوا اداره کیږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ