سپینه ماڼۍ: جو بایډن به اسرائیلو ته سفر وکړي

لخوا Aamaj News

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو صدراعظم نفتالي بنټ سره ټلیفوني خبرې اترې کړې دي.

د یادې خبرپاڼې پر بنسټ، دواړو لورو د منځني خاور، په ځانګړي ډول د”ایران او نیابتي ډلو د ګواښونو” په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې ولسمشر بایډن په منځني خاور کې د ثبات او ګډون د پراختیا لپاره او ژمنتیا باندې ټینګار کړی.

په دې ټلیفوني اړیکه کې، دواړو لورو د سوریې په شمال لویديځ کې داعش رهبر په وړاندې د امریکا عملیات، په منځني خاور کې له امریکایانو د ساتنې او د امریکا له ملاتړ څخه د دفاع په اړه خبرې اترې کړې دي.

په یاده اړیکه کې دواړو لورو د اوکراین وروستۍ شخړې او د روسیې احتمالي برید په اړه هم خبرې کړې دي.

د اسرائیلو صدراعظم همداشان د امریکا ولسمشر ته بلنه ورکړې تر څو له یاد هېواد لیدنه وکړي. جو بایډن ویلي، چې د سږ کال په پای کې به له اسرائیلو لیدنه وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ