سیګار: د طالبانو رژیم د افغانستان په ښوونځیو کې د جهاد او جګړې د زدکړو په لټه کې دی

لخوا Aamaj News

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره په نوي راپور کې وایي؛ چې د طالبانو حکومت هوکړه کړې تر څو د ښوونځیو په درسي نصاب کې بدلون راولي.

په دې راپور کې راغلي؛ چې د طالبانو رژیم د افغانستان ښوونځیو کې د دوه متمایز ماناوو سره د جګړې او جهاد د زدکړې په لټه کې دي.

د سیګار پر بنسټ د طالبانو له لید څخه اوسنی پوهنیز نظام د “اسلامي ارزښتونو” سره په ټکر کې دی او ډېری زدکړې به خپل ځایونه نویو مضامینو ته ورکړي.

په دې راپور کې یادونه شوې؛ چې طالبانو په ښوونځیو کې د هنرونو، مدني تعلیمات او فرهنګ مضمونونو له تدریس سره مخالفت ښودلی.

د سیګار د راپور له مخې؛ په یادو مضمونونو کې، د ټاکنو، اساسي قانون، ډیموکراسۍ، بشر حقونو، سندر او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي، خو طالبان یې ګټور نه ګڼي.

طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ